روزنامه هیواد

په ټاکنو کې د ګډون لپاره د دښمن تبلیغات د خلکو د ارادې خنډ نه شی کېداى

په پام کې ده، چې پارلمانی ټاکنې د روانې تلې میاشتې په ۲۸ مه په ټول هېواد کې وشی. د دغو ټاکنو لپاره ټولې هڅې ګړندۍ شوې او ولس هم په کې د ګډون لپاره پوره چمتووالى نیولى دى. سره له دې، چې د دغو ټاکنو د ګډوډولو لپاره دښمن هم هڅو ته زور ورکړى، خو هغوى به هېڅ د دغو ټاکنو مخنیوى ونه شی کړاى. که څه هم طالبانو د افغانستان د تاریخی دښمن په لمسون د پارلمانی ټاکنو د مخنیوی خبردارى وکړى ،خو کورنی ځواکونه مکلف دی، چې د دغو ټاکنو لپاره خوندی فضا رامنځته او د خپل مسوولیت له مخې د کاندیدانو د ټاکنیزو منډو ترړو امنیت ټینګ کړی. ولس دې ډاډه وی، چې کورنی ځواکونه به د ټاکنیزو سیالیو او راى ورکولو لپاره د امن فضا رامنځته کړی. پرون په همدې اړه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د وسله وال پوځ سر اعلى سرقوماندانۍ په غونډه کې د امنیتی او دفاعی ارګانونو مسوولینو د احتمالی ګواښونو، د راى ورکولو د مرکزونو د امنیتی تدابیرو او دغه راز د ولایتونو د راى ورکولو مرکزونو ته د ټاکنیزو توکو د لېږد په اړه راپور وړاندې شو. جمهوررییس او د وسله وال پوځ سر اعلى سرقوماندان د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، ټاکنې ملی او ولسواکه پروسه ده. هغه زیاته کړه د ټاکنو امنیت مهم دى او د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونه به د ټاکنیزو سیالیو او راى ورکولو لپاره امن فضا رامنځته کړی: (( د دښمن تبلیغات په ټاکنو کې د ګډون لپاره زموږ د خلکو د ارادې خنډ نه شی کېداى او د ټاکنو امنیت په ښه توګه تامینېږی. )) دغه راز په لښکرګاه کې د ولسی جرګې لپاره د کاندید پر دفتر د تررویستی برید غندنه وشوه، د ثبات او ولسواکۍ دښمنانو پرون د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د ولسی جرګې لپاره د کاندید ښاغلی صالح محمد اڅکزی پر دفتر تروریستی برید وکړ او د نوموړی په ګډون یې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل. دا برید غندو او جمهوررییس غنی د دغه تروریستی برید د غندنې پرمهال وویل، افغانان چې په ولسواکۍ او خپل روښانه راتلونکی ټینګ باور لری، ترورېستان او د دوى ملاتړی به پرې نږدی چې په افغانستان کې د ولسواکۍ بهیر ټکنى کړی. تېره اوونۍ هم د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې د یوه بل کاندید پر کمپاینی غونډه هم په انتحاری حمله کې ۱۰۰ تنه ملکیان شهیدان او ټپیان شول،خو د ولس هوډ یې لا پسې غښتلى کړ، دغه راز د دغو ټاکنو لپاره امنیت د افغان حکومت ستر لومړیتوب دى او له ټاکنو پرته بله هېڅ لاره نه شته. ولس ته چې په ټاکنو کې یې د پراخ ګډون لپاره تیارى نیولى، ډاډ ورکول کېږی، چې دا ټاکنې به په خوندی فضا کې وشی، جمهور رییس محمد اشرف غنی پرون د ملی امنیت په غونډه کې د  امنیتی او دفاعی ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټاکنیزو کمپاینونو بهیر او د کاندیدانو د امنیت تامین ته لا زیات پام وکړی، چې کاندیدان په امن او خوندی فضا کې خپل ټاکنیزپلانونه له ولسونو سره شریک کړی. که څه هم طالبانو وړمه ورځ /دوشنبه/ اعلام کړى چې د ولسی جرګې پر انتخاباتی پروسې به حملې زیاتې کړی، خو هغوى به دا ملی بهیر هېڅکله هم له ځنډ او خنډ سره مخ نه شی کړاى. د کورنیو چارو وزارت د ولسی جرګې دا ګواښ بې‌ځایه بولی او ژمنه‌یې وکړه چې امنیتی ځواکونه به په ټول توان د رأی ورکوونکو امنیت ساتی او کورنی ځواکونه ژمن دی ،چې په ټول افغانستان کې د رأی ورکولو د ۵۱۰۰ مرکزونو او ۲۱ زره محلونو لپاره د امن فضا رامنځته کړی، د دې لپاره ۵۴ زره امنیتی ځواکونه ګومارل شوی او د اړتیا په صورت کې به له هوایی ځواکونو هم د مرستې غوښتنه وشی. د کورنیو چارو وزارت دغه‌راز ویلی چې په هغو سیمو کې چې د امنیتی ستونزو له امله خلکو ته ډېر خطرونه متوجې دی د انتخاباتو له کمېسیون سره په هماهنګۍ دغه سیمې په نښه شوې او هلته به د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له احتیاطه کار واخیستل شی او د رأی ورکولو مرکزونه به پرانیستل شی. د طالبانو دا خبره د سختې خندا وړ ده، چې ګنې هغوى به ملکی وګړو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره پام وکړی!؟ خو دا ټاکنې ملی ټاکنې دی او ولس په کې ګډون کوی، یعنې دا ټاکنې د ولس ټاکنې دی، چې خپل استازی پارلمان ته ټاکی،نو کله چې پرې برید کېږی، نو دا برید پر ملکی وګړو او ملی ارادې برید دى، له همدې امله د خندا وړ خبره ده، که طالبان د ملکی وګړو د خوندیتوب پام ساتی باید د دغې ملی پروسې چې په خلکو پورې تړلې د ګډوډولو ګواښ هم ونه‌کړی. وسله‌وال طالبان د دغو انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ په داسې حال کې کوی چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار زلمی خلیل‌زاد د سولې د نویو هڅو په ترڅ کې په کابل کې له افغان ولسمشرۍ اشرف غنی او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره تر کتنې وروسته په اسلام اباد کې د پاکستان له چارواکو سره کتلی دی. ښاغلى خلیلزاد به له دې وروسته متحدو عربی اماراتو ،سعودی او قطر ته هم سفرونه وکړی او د دې سولې لپاره به د دغو عربی هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړی. د روانې تلې میاشتې په ۲۸ مه د افغانستان پارلمانی ټاکنې کېږی، د دغو ټاکنو لپاره هم تخنیکی، هم مالی او هم امنیتی پلانونه عملاً پلی کېږی، د امریکا په مشرۍ د ناټو او افغان ځواکونو ډاډ ورکړى ، خو بیا هم د ټاکنو د مخنیوی لپاره تاریخی او قسم خوړلى دښمن په ټول وس هلې ځلې کوی، چې د ټاکنو پر مرکزونو، پر ټاکنیز بهیر او آن افغان ځواکونو هم بریدونه وکړی! کورنی ځواکونه دې له بهرنیو ځواکونو سره د ولسمشر غنی او ولس له سپارښتنو سره سم په ټول وس د دښمن د هلو ځلو مخینوى وکړی. دوى باید پر دښمن یرغلیزو علمیاتو ته زور ورکړی او کشفی او استخباراتی کړۍ باید د دښمن خوځښتونه د هغوى له بریدونو او زیان اړولو مخکې په نښه کړی

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید