روزنامه هیواد

په ولسی جرګه کې د غزنی استازو د خاص ارزګان په اړه له دفاع وزیر سره وکتل

په ولسی جرګه کې د غزنی استازو له دفاع وزىر سره د ارزګان د خاص اروزکان ولسوالۍ د وروستىو نښتو په اړه خبرې وکړې.د اىرانی رسنىو د راپور له مخې: د غزنی استازو دفاع وزىر ته ووىل ،چې د خاص ارزګان د وروستىو پېښو په اړه اندېښمن دی.هغوى دفاع وزىر طارق شاه بهرامی ته ووىل: ((که ترورىستان په خاص ارزګان ولسوالی کې ونه ځپل شی نو لا ډېر جناىتونه به رامنځته کړی.))د راپورونو له مخې: په خاص ارزګان ولسوالی کې وروسته له دې چې د خپلسرو ملېشو قوماندان حکىم شجاعی او ملګرو ىې پر ىوه کلی ىرغل وکړ، د سىمې اوسېدونکو مقاومت وکړ او طالبانو هم د سىمې د اوسېدونکو ملاتړ وکړ ،چې په نتىجه کې ىې حکىم شجاعی ټپی شو او ىو شمېر خپلسری وسله وال ىې ژوبل شول.دا په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړى ځل و چې طالبانو د هزاره وو پر ضد په جګړه کې د ىوې سىمې د اوسېدونکو ملاتړ وکړ.په ځىنو راپورونو کې وىل شوی، چې شجاعی وژل شوى دى. نوموړى د ارزګان د شاوخوا ىو نىم سل ملکی وګړو په وژلوړ تورن دى.د غزنی اوسېدونکی له کلونو راهىسې شکاىت لری چې په ولسی جرګه کې د دوى استازی د دې ولاىت پر ځاى د ىوه خاص قوم استازىتوب کوی.د غزنی خلکو د شکاىت په نتىجه کې په دې ولاىت کې د ولسی جرګې انتخابات ونه شول، ځکه چې وسله وال طالبان له هزاره وو پرته نورو قومونو ته اجازه نه ورکوی ،چې په انتخاباتو کې ګډون وکړی. له همدې کبله به د غزنی اوسنی استازی، چې ټول په خټه هزاره دی، لږترلږه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې په ولسی جرګه کې د غزنی استازىتوب ته دوام ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید