روزنامه هیواد

په واشنګټن کې د افغانستان سفىرې د قطر د خبرو په خاطر پر امرىکا نىوکه وکړه

په امرىکا کې د افغانستان سفىره وایی: د ټرمپ حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرې کوی او د افغانستان حکومت ىې له هغو بې خبره ساتلى دى.

د واشنګټن ټاىمز ورځپاڼې د راپور له مخې، روىا رحمانی، چې په واشنګټن کې د افغانستان لومړنۍ ښځىنه سفىره ده، وایی چې له حکومته پټ له طالبانو سره د امرىکاىانو خبرو د سولې د موافقې د نه ملاتړ او د احتمالی موافقې د نه اغېزمنتوب په اړه د افغانانو اندېښنې زىاتې کړې دی.

له دې مخکې د افغانستان د ملی امنىت شورا سلاکار حمدالله محب د ورته موضوع په خاطر پر امرىکا او په ځانګړی ډول پر زلمی خلىلزاد نىوکې کړې وې چې د امرىکا له توند غبرګون سره مخامخ شوې.

امرىکا هماغه مهال ووىل چې نور د افغانستان د ملی امنىت له سلاکار سره خبرې نه کوی او امرىکایی چارواکی په هغې غونډه کې ګډون نه کوی چې محب پکې حضور ولری.

همداراز په ځىنو راپورونو کې ووىل شول چې امرىکا د ملی امنىت له سلاکارۍ څخه د حمدالله محب د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

آغلې رحمانی ىو شمېر خبرىالانو ته ووىل: د امرىکا دا کار به ىوازې طالبان د جنګ په مىدان کې زړور کړی او د افغانستان پر دولت به فشارونه زىات کړی.

په واشنګټن کې د افغانستان سفىرې د طالبانو او امرىکا په خبرو کې د افغانستان د حکومت نه ګډون ته په اشارې ووىل: د افغانستان حکومت داسې احساسوی چې د خبرو د جزىىاتو سم معلومات نه ورکول کېږی. دې همداراز ووىل«پر څه اساس دوى (امرىکاىان) له طالبانو سره خبرې کوی، طالبان زموږ دولت ىا استازی نه دی.»

ممکن است شما دوست داشته باشید