روزنامه هیواد

په واشنګټن کې افغان سفیرې د پاکستان سفیر ته سخت ځواب ورکړی

افغانستان، د پاکستان له هغو هڅو سره مخالفت ښوودلی چې ګواکی د کشمیر مسئله باید د افغانستان په سولې پورې وتړل شی.

 په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې رویا رحمانی په اعلامیه کې په شدیدو الفاظو ویلی، د کشمیر او افغانستان د مسایلو یو ځای کول یو غیر مسوولانه او بې دلیله کار دی.

 اغلې رحمانی زیاته کړې، هېڅوک حق نه لری چې د افغانستان په لانجې پورې د کشمیر د لانجې تړلو لپاره نظر ورکړی، بلکې دا یو غیر مسوولانه کار دی: ((کشمیر د پاکستان او هند خپلمنځی مسئله ده، دا چې عمران خان هڅه کوی دا موضوع په افغانستان کې په سولې پورې وتړی، دا په آګاهانه ډول په افغانستان کې د تاوتریخوالی اور ته د لمن وهلو په معنا دی.))

دا په داسې حال کې ده چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر تر دې وړاندې ویلی وو، د کشمیر لانجه به په افغانستان کې د سولې راوستو پر هڅو سخته اغېزه وکړی.

اسد مجید ویلی وو، پاکستان  نه شی کولی دوه ځایه بوخت پاتې شی، بلکې دوی به د کشمیر د لانجې په زیاتېدو سره له ډیورنډ رښې سره افغانستان ته متوجې خپل ځواکونه کشمیر ته ولېږدوی. خو افغان سفیرې رویا رحمانی، اسد مجید نه په اعلامیه کې پوښتلی چې په کوم مسوولیت دا خبره کوی چې په افغانستان کې سوله د کشمیر له لانجې خرابېدای شی: (( دا یوه بهانه ده چې پاکستان د طالبانو پر ضد د اقداماتو نه اخیستلو لپاره کړې او په قاطعیت نه غواړی د دغې ملېشې مخه ونیسی.)) رویا رحمانی زیاته کړې دا چې پاکستان وایی، د کشمیر د لانجې په زیاتېدو سره به له افغان پولې څخه خپل ټول سرتېری کشمیر ته ولېږدوی، غلطه خبره ده بلکې افغان حکومت پر خپله کرښه د لسګونه زره پاکستانی سرتېرو اچولو ته هېڅ دلیل نه وینی، ځکه همدا اوس ګڼې طالب ملېشې او تروریستان په پاکستان کې دېره دی: (( هلته له دغو ترهګرو کلک ملاتړ کېږی او دوى بیا د پاکستان له خاورې په آزادانه ډول په افغانستان کې خپل فعالیتونه تنظیموی.)) دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې بل پاکستانی سیاستوال شهباز شریف هم ویلی وو چې په افغانستان کې سوله او په کشمیر کې وینه بهېدنه امکان نه لری، بلکې پاکستانی سیاستوالو له کلونو راهیسې کشمیر په ا فغان مسئلې پورې تړلی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید