روزنامه هیواد

په هېوا کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۹۳۷ پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویرس ۱۰۴ مثبتې پېښې ثبت شوی او څلور کسان مړه شوی دی.د عامې روغتیا وزارت پرون وویل، چې په تېره شپه او ورځ کې د کورونا ویروس د ۴۳۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی چې ۱۰۴ یې مثبت وو.د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۹۳۷ پورته شو.همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له امله دری کسان مړه شوی، چې په دې سره د کورونا له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۱۸کسانو ته ورسېد.د معلوماتو په اساس تر دې مهاله ۳۴۱۵۰ کسان بیرته کورونا ویروس څخه جوړ شوی دی.کورونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو، ډېر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دې مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۳ میلیون کسان په کورونا ویروس اخته شوی او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید