روزنامه هیواد

په هېواکې په کرونا ویروس د خته کسانو شمېر ۳۴۹۹۴ کسانو ته لوړ شو

د افغانستان روغتیا وزارت وایی، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې ۲۵۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوی او ۳۲ نور ورڅخه مړه شوی دی.عامې روغتیا وزارت  پرون ویلی، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۶۸۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی ، چې ۲۵۴ یې مثبت او پاتې منفی ثابت شوی دی.د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د رسمی معلوماتو له مخې، په دې سره په افغانستان کې په کورونا ویروس د خته کسانو شمېر ۳۴۹۹۴ کسانو ته لوړ شو.له یادو پېښو څخه ۷۸ په کابل، ۶ هرات، ۳ کندهار، ۱۰ بلخ، ۱۸ په پکتیا،۲۴ تخار، ۳ ننګرهار،۱۱بادغېس،۹ لوګر،۱۱ بدخشان، ۶۱ دایکندی،۱ وردګو،۴ لغمان، او ۱۵ په غور ولایت کې ثبت شوی دی.د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څلورو ولایتونو کابل، هرات، ننګرهار او فراه کې د کورونا ویروس له امله ۳۲ کسان مړه شوی ،چې په دې سره د ټولو مړوو شویو کسانو شمېر ۱۰۹۴ ته پورته شو.د دې ترڅنګ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۰۰۲ کسان بیرته له کورونا ویروس څخه جوړ شوی، چې په دې سره د ټولو جوړ شویو کسانو شمېر۲۲۴۵۶ کسانو ته پورته شوو.په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس د چهار شنبې تر غرمې پورې ۵۷۸۶۲۷ کسان مړه کړی او څه باندې۱۳ میلیونه نور په اخته شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید