روزنامه هیواد

په هېواکې۹۰ سلنه وګړیو ته د (( ملی دسترخوان )) په نامه مرستې

افغان حکومت له فقر او بېوزلۍ سره د مبارزې په موخه د ملی دسترخوان په نامه له ملت سره د مرستو او د ملت د لاسنیوی لپاره دا ملی پروګرام پیلوی. دغه پروګرام وړمه ورځ شنبه د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا رسماً پرانېستل شو. د ملی دسترخوان برنامه په دوو مرحلو کې عملی کېږی چې په لومړۍ مرحله کې یې ۳۴ ولایتونه، ۱۲۳ ولسوالۍ، ۱۲۸۹۶ کلی چې په مجموع کې ۱.۶۷ میلیون کورنۍ تر پوښښ لاندې رانیسی او د دغه پروګرام پر لومړۍ مرحله ۸۶ میلیونه ډالره لګښت راځی،چې د اوړو، وریجو، غوړیو، لوبیا او لاس وینځلو صابون په څېر لومړنی توکی به په دې مرحله کې وېشل کېږی. دویمه مرحله هم په ۳۴ ولایتونو کې پلې کېږی چې ۲۳۵ ولسوالۍ، ۲۱۸۴۲ کلی او ۲.۵ میلیون کورنۍ به په کې شاملې وی د دې مرحلې بودجه ۱۵۸ میلیون ډالره ده چې په مجموع کې به په دواړو مرحلو کې د افغان ملت ۹۰ سلنه تر پوښښ لاندې ونیسی.

افغان حکومت د دغه پروګرام د پلی کولو او څارنې صلاحیت لری او همداراز ټول مدنی، ټولنیز او قومی بنسټونه او علما د دې پروسې څارنه وکړی. ولسمشر محمد اشرف غنی او مرستیالانو یې دغه پروګرام تشریح کا، هغوی ویل، چې په دې برخه کې جدی دی او د دغه پروګرام پلی کولو لپاره پوره چمتوالی لری او د پخې ډوډۍ د وېش پروګرام په څېر به نه وی! ولسمشر غنی وویل ،چې مسوول دولت د خپلو خلکو درد جدی بولی، اقدام کوی او واضح کوی چې د ملت او دولت ترمنځ یو ټولنیز تړون موجود دی.

جمهوررییس وویل، ټولنیز تړون، دینی عقایدو او په ځانګړی ډول د خلفای راشدینو میراث تل موږ ته دا درس راکړی چې باید د خپلو خلکو له درده خبر، مسوول او ځواب ویوونکی واوسو. همداراز زموږ په ملی فرهنګ کې زړه سوی، غمشریکی او د نیمې ډوډۍ وېشل، زموږ له ډېرو لوړو ارزښتونو څخه دی.

موږ د دغه پروګرام هرکلی کوو، دا پروګرام په داسې حالت کې پلېږی، چې ملت د کرونا له کبله سخت ځپل شوی او په هېواد کې د ګڼو فابریکو د تړل کېدا تر څنګ کارګره بشری قوه وزګراه شوې ده او ورځنۍ عواید یې له لاسه لوېدلی دی. ډېر به په دغه پروګرام نیوکې کوی، خو د نیوکو ترڅنګ رغنده وړاندیزونه هم شوی دی، یو شمېر دا وایی، چې د ۹۰ سلنې وګړیو پر ځای دې لس سلنه ډېر بېوزلی کسان وپېژندل شی او دا مرستې دې د هغوی د هوساینې لپاره وکارل  شی، نور بیا وایی، چې په دې دې یوه یا څو فابریکې او یا هم بنسټیزې پروژې جوړه شی، دا ښه وړاندیزونه دی، خو د دې لپاره نور جدا پلانونه شته او نړیواله ټولنه، ملګری ملتونه، مرستندوی هېوادونه او بنسټونه او همدا رنګه نړیوال بانک، پیسو نړیوال صندوق، اسیایی پراختیایی بانک او ګڼ نور لوری اوبنسټونه مرستې کوی او یا بودیجی ورته بېلوی. په اوس حالت کې د ملی دسترخوان پروګرام ډېر مهم او پر ځای ګام دی!

د ولسمشر خبره سمه ده،چې دا د ملت د هوساینې پر لور یو بل ګام دی. افغان حکومت به په راتلونکو کلونو کې پیسې په مستقیم ډول هغو کورنیو ته چې ادرس، هویت او موقعیت یې واضح وی، ورسېږی: (( د شوراګانو او همکارو موسسو له لارې مخکې ځو. نن موږ پخپلو خلکو باور کوو او ملت د دې ظرفیت لری چې پیسې مصرف کړی او حق حقدار ته ورسوی. ))

د دغه پروګرام ستره ځانګړنه دا ده، چې دولت یې څارنه کوی او عام خلک به وېشل کوی، که چېرې کومه بې عدالتی وشی، د شکایت لاره پرانېستې ده. بله ښې ګڼه یې داده، چې د ملت اصلی نفوس به مالوم شی. د ولسمشر غوښتنه دا ده، چې خلک دې له مرکزی احصاییې سره همکاری وکړی، چې هر افغان څوک دی، چېرته ژوند کوی، څومره ځوانان او زاړه لرو، چې پر اساس یې د خپلو برنامو وړاندوینه وکړو او دولت وپوهېږی چې د خلکو لپاره څه کولی شی.

منو چې نیوکې ډېرې دی، خو ملت دې ډاډه وی، چې دا به د پخې ډوډۍ د وېش په څېر پروسه نه وی، د ملی دسترخوان په لړۍ یا پروسه کې هېڅ ناوړه استفاده د منلو نه ده او له ملته په جدی ډول د دې پروسې د څارنې غوښتنه کېږی!

ممکن است شما دوست داشته باشید