روزنامه هیواد

(( په هېواکې۹۰ سلنه وګړو ته د (( ملی دسترخوان )) مرستې پیلېږی ))

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون ماسپښین پخپلې وینا سره، د ملی دسترخوان برنامه رسماً پرانېسته.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوی وو، د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهوری ریاست مرستیالانو، د کابینې یو شمېر غړو او همداراز والیانو او د مرستندویه سازمانونو استازو هم په کې د ویډیو کنفرانس له لارې حضور درلود.

لومړی د جمهوررییس دویم مرستیال استاد سرور دانش وویل، کرونا ویروس په ملی او بین المللی کچه بحران او جدی ستونزې جوړې کړې، خو تر اوسه چې د دې ویروس له خپرېدو څلور میاشتې تېرېږی او که څه هم د تلفاتو اوښتو شاهدان یوو، خو د حکومت د رهبرۍ او عامې روغتیا وزارت په هڅو پر وخت اطلاع رسونې او د خلکو همکارۍ له امله وضعیت په کنټرول کې دی.

هغه د دې په بیانولو سره چې ملی دسترخوان برنامه د خلکو پراخ اقشار تر پوښښ لاندې راولی، د مرستو په خاطر یې بین المللی همکارانو څخه مننه وکړه وې ویل، دغه مرستې کافی نه دی او موږ د طبی وسایلو د تجهیز او تمویل او بشر دوستانه مرستو لپاره لا زیاتو همکاریو ته اړتیا لرو.

د جمهوررییس دویم مرستیال دې ته په اشارې چې د پخې ډوډۍ د وېش برنامه کې شکایتونه موجود وو، وویل،د ملی دسترخوان برنامه کې به له پخوانیو تجربو څخه استفاده وشی. هغه زیاته کړه: هېڅ ډول ناوړه استفاده د حکومت رهبرۍ ته د منلو وړ نه ده او موږ د خلکو له ټولو اقشارو څخه غواړو چې په جدی ډول د دې پروسې څارنه وکړی.

وروسته د جمهوررییس لومړی مرستیال امرالله صالح د بودجې د تعدیل او کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د وړاندوینو لپاره له جمهوررییس څخه په مننې وویل: د ملی دسترخوان برنامه په دوو مرحلو کې عملی کېږی چې په لومړۍ مرحله کې یې ۳۴ ولایتونه، ۱۲۳ ولسوالۍ، ۱۲۸۹۶ کلی چې په مجموع کې ۱.۶۷ میلیون کورنۍ کېږی شامل دی او د ملی دسترخوان برنامې د لومړۍ مرحلې مجموعی لګښت ۸۶ میلیون ډالر کېږی او د اوړو، وریجو، غوړیو، لوبیا او لاس وینځلو صابون په څېر لومړنی توکی په دې مرحله کې وېشل کېږی.

صالح وویل، دویمه مرحله هم په ۳۴ ولایتونو کې ترسره کېږی چې ۲۳۵ ولسوالۍ، ۲۱۸۴۲ کلی او ۲.۵ میلیون کورنۍ به په کې شاملې وی او د دویمې مرحلې بودجه ۱۵۸ میلیون ډالره ده چې په مجموع کې به په دواړو مرحلو کې د افغان ملت ۹۰ سلنه تر پوښښ لاندې ونیسی.

د جمهوررییس لومړی مرستیال له بین المللی همکارانو څخه په مننې وویل، د افغانستان دولت د دې برنامې د تطبیق او څارنې صلاحیت لری او همداراز ټول مدنی، ټولنیز او قومی بنسټونه او علما د دې برنامې د څارنې حق لری.

وروسته جمهوررییس غنی پخپلې وینا، د ملی دسترخوان برنامه رسماً پرانېسته وې ویل، بېوزلی او ناچاری زموږ په قاموس کې هغه کلمې دی چې زموږ له دین، احساساتو او وجدان سره خوږې نه لګېږی او ترخې دی.

هغه زیاته کړه، ناچاری یوه پېښه نه، فاجعه ده. مسوول دولت د خپلو خلکو درد جدی بولی، اقدام کوی او واضح کوی چې د ملت او دولت ترمنځ یو ټولنیز تړون موجود دی.

جمهوررییس وویل، ټولنیز تړون، دینی عقایدو او په ځانګړی ډول د خلفای راشدینو میراث تل موږ ته دا درس راکړی چې باید د خپلو خلکو له درد څخه خبر، مسوول او ځواب ویونکی واوسو. همداراز زموږ په ملی فرهنګ کې زړه سوی، غمشریکی او د نیمې ډوډۍ وېشل، زموږ له ډېرو لوړو ارزښتونو څخه دی.

جمهوررییس څرګنده کړه، نن هغه ورځ ده چې موږ د دې برنامې په پرانېستو سره په ټولنیز تړون کې یو بل ګام پورته کړ. په راتلونکو کلونو کې زموږ نهایی هدف دا دی چې پیسې په مستقیم ډول هغو کورنیو ته چې ادرس، هویت او موقعیت یې واضح وی، ورسېږی.

د هیواد جمهوررییس وویل: هغه انتخاب مو چې نن کړی، دویم انتخاب دی، په دې معنی چې د شوراګانو او همکارو موسسو له لارې مخکې ځو. نن موږ پخپلو خلکو باور کوو او ملت د دې ظرفیت لری چې پیسې مصرف کړی او حق حقدار ته ورسوی.

محمد اشرف غنی زیاته کړه، د حساب ورکولو طریقه معکوسه ده، تر دې وروسته دولت څارنه کوی او خلک به وېشل کوی، که چېرې کومه بې عدالتی وشی، د شکایت لاره پرانېستې ده.

جمهوررییس د پخې ډوډۍ د وېش په برخه کې د امرالله صالح د دوامداره هڅو مننه وکړه وې ویل، تاسو دوه شیان ثابت کړل، لومړی دا چې اړتیا نشته د دولت پروګرامونه دې ډېر لګښت ولری. تاسو او ارواښاد غضنفر په لومړی ځل په افغانستان کې د ازاد بازار ظرفیت تثبیت کړ.

جمهوررییس غنی وویل، د یو ځواب ویونکی دولت مسوولیت دا دی چې کله اضطراری شرایط رامنځته شی او د لوږې خطر خلک ګواښی، موږ باید د ضایعاتو یوه اندازه خطر ومنو، خو ورځ تر بلې د دغو برنامو تطبیق غوره او اسانه کېږی.

هغه کرونا سره د مبارزې د مدیریت په برخه کې له استاد دانش او نورو اړوندو ادارو څخه کرونا ویروس سره د مبارزې او پر وخت د اطلاع رسونې له امله مننه وکړه.

د هیواد جمهوررییس وویل، تر دې وروسته د افغانستان د انکشاف مسوولیت د نړۍ د صدقې پر اساس نشو کولی. باید ځان او خپلې منابع په کار واچوو. سره له دې چې زموږ ۹۰ سلنه ملت د دوه ډالری بېوزلۍ تر کرښې لاندې دی، احساس یې د یو پیاوړی ملت دی.

جمهوررییس د بین الملی هیوادونو او سازمانونو له همکاریو مننه وکړه وې ویل، د پیسو ډېره برخه د تخنیکی برنامو ده، چې حرکت یې نه درلود او موږ وتوانېدو په هغه کې په سپما دغه کار ترسره کړو.

هغه ټینګار وکړ: که څوک د بېوزلو له پیسو ناوړه استفاده کوی، نه یوازې له خلکو سره خیانت دی، بلکې له خدای سره خیانت دی او موږ د فساد مخه نیسو.

جمهوررییس د امنیتی میثاق د مثبتو اغېزو په اړه وویل: نن لومړنۍ ورځ ده چې د امنیتی راپور د لوستو پرمهال خبر شوم چې په کابل کې یوه امنیتی پېښه هم نه ده شوې، دا د خلکو د همکارۍ او د هغوی له لوری د سلګونه جنایتکارانو او مجرمینو پېژندلو پایله ده.

جمهوررییس وویل: په وزارتونو کې د مجرمینو کتل ملت ته سپکاوی دی. مجرمین او په ځانګړی ډول د پارلمان د وکیلانو اولادونه باید لومړی پخپله مسوول وی چې اولادونه یې مجرم نه وی او څوک چې دغه ډول اولاد روزی، له ملت څخه دې بښنه وغواړی.

هغه زیاته کړه، حکومت په قاطعیت خپلې برنامې تطبیق کوی او هغوی چې ډزې او ګواښ کوی، سزا به ورکول کېږی.

دهیواد جمهوررییس څرګنده کړه: متحده، واحده او د ملی لیدلوری لرونکې رهبری موجوده ده او ټولې برنامې به راتلونکو اونیو او میاشتو کې یو په بل پسې په ملی برنامو بدلېږی.

هغه زیاته کړه: د کرونا شرایطو له وجې دې د روغتیا برنامه په یوې داسې برنامې بدله شی چې د ملت او دولت ترمنځ د اړیکو د زیاتوالی لامل شی او په واضح ډول دې حساب ورکول رامنځته شی. زموږ ادارې د بین المللی همکارانو د موجودیت په جزیرو وېشل کېدای شی.

جمهوررییس وویل، خلک دې له مرکزی احصاییې سره همکاری وکړی، ترڅو وپوهېږی چې هر افغان څوک دی، چېرته ژوند کوی، څومره ځوانان او زاړه لرو، چې پر اساس یې د خپلو برنامو وړاندوینه وکړو او دولت وپوهېږی چې د خلکو لپاره څه کولی شی.

جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې د دې په بیانولو سره چې د افغانستان هر بنسټ د ملی دسترخوان برنامې د څارنې حق لری وویل: موږ غواړو هغه ورځ برابره کړو چې د خپلو هیوادوالو انسانی مصیونیت د منابعو د مستقیم لېږد له لارې د ټلیفون شمېرې، ادرس او واضح هویت په وسیله هغوی ته ورسوو او دغه ورځ په خیر راتلونکې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید