روزنامه هیواد

په هېواد کې ۱۶۶ کسان نور په کورونا اخته شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویرس ۱۶۶مثبتې پېښې ثبت شوی او دری کسان مړه شوی دی.د عامې روغتیا وزارت پرون وویل، چې په تېره شپه او ورځ کې د کورونا ویروس د ۵۶۶ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی چې۱۶۶یې مثبت وو.ددې وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۴۶۳ ته پورته شو.همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له امله د دری کسان د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې سره د کورونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۷۷ ته ورسېد.د رسمی شمېرو له مخې، تر دې مهاله ۳۴۹۵۴ کسان بیرته کورونا ویروس څخه جوړ شوی دی.کورونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.د امریکا د جانز هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په نړۍ کې څه باندې ۵۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوی او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید