روزنامه هیواد

په هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۴۷۴۰ کسانو ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۱۳۵ په کورونا ویروس اخته شوی او ۲۴ کسان ورڅخه مړه شوی.د عامې روغتیا وزارت پرون وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۶۳۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی، چې ۱۳۵ یې مثبت ثابت شوی او پاتې منفی دی.د عامې روغتیا وزارت د رسمی معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۴۷۴۰ تنو ته پورته شو.د یاد وزارت پر وینا له دغو پېښو څخه ۵۱ په کابل، ۳۷ هرات، ۹ بلخ، ۲ تخار، ۳ بغلان،۹ لوګر،۴ کندوز،۳ لغمان، ۱کونړ او ۱۶ په غور ولایت کې ثبت شوی.همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څلورو ولایتونو کابل، تخار، ننګرهار او خوست کې د کورونا ویروس له امله ۲۴ کسان مړه شوی، چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۶۲کسانو ته لوړ شو.د عامې روغتیا وزارت وایی: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په درېیو ولایتونو کې له کورونا ویروس څخه ۱۷۴ کسان بیرته روغ شوی ،چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر هم ۲۱۴۵۴ ته ورسېد.په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس د سې شنبې تر سهار ۵۷۳۲۸۷ کسان مړه کړی او څه باندې۱۳ میلیونه نور په اخته شوی دی

ممکن است شما دوست داشته باشید