د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د عامې روغتیا وزارت وایی: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴۹ نور افغانان په کورونا ویروس اخته شوی دی.د روغتیا وزارت معیین ډاکټر وحید مجروح پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل ،چې په دې سره په افغانستان کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۴۰۲ کسانو لوړ شو.د نوموړی د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له امله ۱۵کسان مړه شوی ،چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۸ کسانو او ۳۲ کسان بیرته روغ شوی، چې په دې سره د ټولو روغ شویو کسانو شمېر ۷۷۸ کسانوته ورسېد.په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر پر داسې مهال لوړیږی ،چې د کابل په ګډون ځینو لویو ښارونو کې قرنطین په نسبی توګه مات شوی دی.د کوچنی اختر د سودا خیستلولپاره په ښارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې.تر دې مخکې دروغتیا وزارت خبرداری ورکړی و، چې له کورونا ویروس څخه دخوندیتوب په هدف خلک باید له بېځایه ګرځېدو او په یوه ځای کې له راټولېدو څخه ډډه وکړی.د روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړ ،چې کورونا ویروس په هېواد کې په چکټۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او له خلکو څخه یې وغوښتل، چې وقایوی تدابیر مراعت او له بېځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړی. د کوروناویروس په لومړی ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبی ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلې ده.په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس د شنبې ورځې مې د نړۍ په کچه څه باندې۳۰۷۷۱۵ کسان مړه کړی او څه باندې څلور میلیونه پرې اخته شوی دی.