روزنامه هیواد

  په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۵۳ کسانو ته ورسېد

 

روغتیا وزارت وایی: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له امله ۱۷ کسان مړه شوی او ۴۱۴ نور په اخته شوی دی.دا لومړی ځل دی، چې په یوه شپه او ورځ کې په دې هېواد کې د کورونا ویروس له امله په دومره شمېر کې کسان ژوند له لاسه ورکوی.د روغتیا وزارت پرون ویلی، چې په دې سره په دغه هېواد کې په کورونا ویروس اخته کسانو شمېر ۶۰۵۳ او مړو شوو کسانو شمېر۱۵۳ کسانو ته لوړ شو.په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې له کورونا ویروس څخه ۵۴ کسان بیرته روغ شوی چې د یاد وزارت د معلوماتو په اساس د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۷۴۵ کسانو ته ورسېد.له دغو کسانو څخه یو په کابل، ۴ بلخ، ۲ ننګرهار، ۲ تخار، ۱ وردګو،۴ بغلان، ۱ پنجشېر، ۱ پروان او یو هم په کونړ ولایت کې مړ شوی دی.روغتیا وزارت وایی: د پورته مړو شویوکسانو عمرونه له ۵۰ کلونو څخه پورته و، چې د زړه، تنفسی او فشار ناروغۍ یې هم لرلې.له یادو پېښو څخه ۱۶۲ په کابل،۱۳۲ هرات، ۱۳ کندهار، ۱۲ پکتیا، ۲۶ ننګرهار،۲ غزنی،۸ لغمان، ۱ هلمند، ۱۹ سمنګان،۵ کندوز، ۹جوزجان، ۶ فاریاب، ۵ زابل،۴ پکتیکا، ۲کاپیسا، ۳ باغیس او یوه هم سرپل ولایت کې ثبت شوې ده.دعامې روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې کورونا ویروس په هېواد کې په چکټۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او له خلکو څخه یې وغوښتل ،چې وقایوی تدابیر مراعت او له بېځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړی.د کوروناویروس په لومړی ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبی‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلې ده.په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د جمعې ورځې مې ۱۵(غویی۲۶) پورې د نړۍ په کچه څه باندې۳۰۲زره کسان مړه کړی او څه باندې څلور میلیونه پرې اخته شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید