روزنامه هیواد

په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۴۶۳ تنو ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۱۷۴ کسان نور په کورونا ویروس اخته شوی.دغه وزارت پرون وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۶۳۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی، چې ۱۷۴ یې مثبت ثابت شوی.په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۴۶۳ تنو ته ورسېد.د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس له دغو پېښو څخه ۶۶ په کابل، ۲۷ هرات، ۲کندهار، ۳ پکتیا، ۶ تخار، ۲۰ بامیان، ۴ ننګرهار، ۲بغلان، ۲۲بادغېس،۵ کندوز، ۷ بدخشان،۳ پروان، ۱ وردګو، ۱ هلمند، ۴ غور او یوه هم په ارزګان ولایت کې ثبت شوې ده.د عامې روغتیا وزارت همدارنګه ویلی ،چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په شپږو ولایتونو کابل، هرات، کندوز، بلخ، تخار او کاپیسا کې د کورونا ویروس له امله ۱۷ کسان مړه شوی.په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۸۱ ته پورته شو.د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د یکشنبې تر غرمې په نړۍ کله د کورونا ویروس له امله څه باندې ۶۰۲زره مړه شوی او څه باندې ۱۴ میلیونه نور په اخته شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید