روزنامه هیواد

په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۵۲۲۹ کسانو ته پورته شو

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې په کورونا ویروس د ۱۵۹ نورو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړ.یاد وزارت پرون ویلی ،چې د دې ترڅنګ په څلورو ولایتونو کې ۳۲ کسان نور له کورونا ویروس څخه مړه شوی هم دی. د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس د ۵۷۲ مشکوکو سمپلونو معاینات تر سره شوی چې ۱۵۹ یې مثبت و.د عامې د روغتیا وزارت د رسمی معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۵۲۲۹ ته پورته شو.له یادو پېښو څخه ۱۰۹ په کابل، ۲۰ په هرات، ۴ پکتیا، ۴ تخار، ۱ ننګرهار، ۱ لوګر، ۱ پروان، ۲ لغمان، ۱ وردګو،۲ کونړ، ۱۱ غور او ۳ په پنجشېر ولایت کې ثبت شوی دی.د روغتیا وزارت پر وینا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، هرات، لوګر او کاپیسا ولایتونو کې د کورونا ویروس له امله ۳۲ مړه شوی، چې په دې سره د کورونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر۱۱۴۷ ته پورته شو.همدرانګه په څلورو نورو ولایتونو کې ۳۰۶ نور بیرته له کورونا څخه جوړ شوی ،چې په دې سره د ټولو روغ شویو کسانو شمېر۲۳۲۰۸ ته پورته ورسېد.په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس د جمعې تر ماسپښین پورې ۵۹۰۲۳۰ کسان مړه کړی او څه باندې۱۳ میلیونه نور په اخته شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید