روزنامه هیواد

په هېواد کې وروستۍ ګډوډۍ دې کابو کړای شی!

په دې وروستیو کې یو شمېر کسان په ټول وس هڅې کوی، چې په هېواد کې نظم، امنیت او ثبات ګډوډ او حالات بحرانی کړی؟! پرون هم د لویې جرګې په تالار کې د ډاکټر نجیب د وژل کېدو د یاد غونډې مخه ونیول شوه، د ډاکتر نجیب پلویانو چې ادعا یې کوله د هېواد له ګڼو ولایتونو د دې نمانځغونډې لپاره راغلی وو، ګواښ کاوه، چې ګنې دا به وکړی او یا هم هغه، خو تر ټولو یې اندېښمنوونکې دا ده، چې د دې غونډې د مخنیوی پړه یې پر پخوانیو رقیبو جهادی ګوندونو ور واچوله! همدا راز دوی پخوانی جهادی مشران او د هغوی پلویان پړه ګڼل او پر حکومت یې ملامتیا ور اچوله چې ګنې د دغه وضعیت په کابو کولو کې پاتې راغلی؟! د نجیب پلویانو غوښتل چې پرون د میزان ۵مه د خپل مشرد ۲۴تم تلین یاد غونډه په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې جوړه کړی خو وایی، چې د اسلامی حزب د مشر ښاغلی حکمتیار او نورو جهادی ډلو مشرانو یې مخنیوی کړی. خو بیا هم د نجیب پلویان پرون د لویې جرګې د خېمې مخې ته راټول شول او غوښتل یې چې د لویې جرګې خېمې ته ننوزی، خو ویل کېږی چې یو شمېر مخالفینو یې د مخنیوی هڅې وکړې، چې په ترڅ کې یې اخ او ډب رامنځته شو او د نجیب پلویان وایی چې ګنې د حکمتیار او نورو جهادی ډلو پلویان یې پسې واخیستل او د لویې جرګې خېمې ته ننوتل.که حالاتو ته پام وکړو، نو دا حالات کټ مټ د ولسواکۍ لسیزې ته ورته شوی دی، هغه مهال هم د شوروی په لاسوهنه د چپی او غیر اسلامی افکارو د پلویو ډلو او یا هم  د غیر قانونی ګوندونو له خوا لاریونونه کېدل او یا به هم حکومت پړ ګڼل کېدا، چې ګنې دا حکومت او نظام نه غواړی او یا دا چې د دغه نظام چارې ناسمې دی، خو چې کله د افغانستان لومړی شهید ولسمشر سردار محمد داؤدخان شاهی نظام پر جمهوری واړاوه، نو بیا هم دغه مغرضې کړۍ او د شوروی اجنټان په کرار نه شول، بلکې د شوروی په مستقیمه قومانده یې د ۱۳۵۷ ل کال د غویی په ۷ مه خونړۍ کودتا وکړه، چې له همغې ورځې تر ننه پورې یې د افغانستان حالات خراب او بیا یې پر افغانستان سرې لښکر را وخېږولې، خو افغانان اړ وو، چې د خپل ځان، ناموس، دین او هېواد دفاع ته ودانګی او سرو لښکرو او د هغوی اجنټانو ته یې پرله پسې ماتې ورکړه، خوبیا هم افغانستان ارام نه شو او د همدې ځانځانۍ ښکار شو، په هېواد کې تپل شوې جګړې زور واخیست چې ترهګرۍ ته یې لاره پرانیستله، له تېرو شلو کلونو را هیسې همدا بېوزله ملت له ترهګرۍ سره په جګړه کې قربانی ورکوی، خو نور بس ده، دا تپل شوې جګړه نوره باید له افغان ولسه قربانۍ وانه خلی!

اوس چې د سولې او پخلاینې لپاره په قطر کې د مذاکراتو لاره پرانیستل شوې او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته طالبان تیاری نیسی، نو په هېواد کې د همغو پخوانیو ډلو د ټکر او اختلافونو سلسله بیا را پورته شوې، چې د ولسواکۍ په لسیزه کې یې د افغانستان د تباهۍ او پلورلو لپاره بنسټ کېښود، هغه مهال له یوې خوا غیر اسلامی او چپی افکارو او له بلې خوا ښی اړخو تندلارو کړکېچ را پورته کړ او افغانستان ته یې نه جبرانېدونکی زیانونه واړول. اوس چې بالاخره د سولې لپاره ملی او نړیواله اجماع را منځته شوې، نو د دې ډلو ترمنځ ټکر؛ دا لړۍ ټکنۍ کوی، ملت ته یوځل بیا د همدې ډلو د ټکر او اختلاف مسئله د منلو نه ده، بلکې حکومت مکلف دی، چې په ټول زور د هغوی مخنیوی وکړی، ځکه لا هم دا ډلې پر پردیو پورې تړلې دی او وېره ده چې افغانستان یوځل بیا د پردی، لمنې ته ټېل نه وهی!افغان حکومت باید له خپل تېر ترخه تاریخه زده کړی، دې ډلو ته هېڅ اجازه ورنه کړی، چې په بېلابېلو نومونو او ډلو سره د هېواد ملی یووالی وننګوی او د دښمن ژرندې ته اوبه ور سیخې کړی! ځکه حالات ډېر کړکېچن دی، طالبان هم د سولې له خبرو په څنګ تېرېږی او همدا رنګه امریکا به هم تر پایه له افغانستان سره نه وی ولاړه، بلکې دا ملت باید ازاد او بې پرې پرېښودل شی، چې د خپلې بقا او خپلې ښې او خوندی راتلونکې لپاره په ملی یووالی تصمیم ونیولی شی! نور دې ملت د یوه او بل کس په یاد غونډو کې نه وژل کېږی او د دغه ملت د بیا وېشلو هڅې دې په بشپړه توګه بندې کړای شی؛ځکه هغوی هڅې کوی،چې افغانستان یوځل بیا د تباهۍ کندې ته ورټېل وهی!

ممکن است شما دوست داشته باشید