روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هېواد کې له مخابراتی شرکتونو د سملاسی مالیې راټولولو سیستم فعال شو

  د افغانستان د مخابراتو وزارت وایی: د لومړی ځل لپاره دوی وتوانېدل د مخابراتی شرکتونو د مالیې ټولولو سملاسی یا ریل ټایم سیستم فعال کړی.دغه سیستم دا وړتیا لری، چې د یو کس د تلېفون د اچول شوی کرېډېت کارد لس سلنه مالیه په اتومات ډول د حکومت خزانې ته ولېږدوی. تراوسه شرکتونه هره میاشت له خپلو عوایدو نه په فزیکی ډول راپور ورکوی او مالیه ترې اخیستل کېږی.د مخابراتو وزارت چارواکی وایی: د دغه سیستم پر مټ به وتوانېږی چې د ګرځندو تلېفونونو کاروونکو لس سلنه مالیه سملاسی او په شفاف ډول راټوله او له حکومت او خلکو سره یې شریکه کړی.دغه سیستم دا وړتیا هم لری، چې د شبکې ټول میاشتنی عواید او دغه راز د هر پېرېدونکی د ساعتونو، ورځو او میاشتو لګښت معلوم کړی.د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ سرپرست وزیر فهیم هاشمی وایی، د سلام دولتی مخابراتی شرکت نه وروسته خصوصی شرکتونه دې هم د دغه سیستم د نښلولو لپاره غاړه کېږدی.

تر اوسه یوازې سلام مخابراتی شرکت دغه سیستم سره نښلول شوی. نوموړی وایی: (( هیله لرو چې نور مخابراتی شرکتونه هم په دې برخه کې له موږ سره همکاری وکړی، موږ څو ځله له نورو شرکتونو سره هم په دې اړه خبرې کړی او په دې برخه کې هېڅ ډول پلمې د منلو وړ نه دی، بې قید او شرطه غواړو نور شرکتونه هم له ریل ټایم سیستیم سره ونښلوو.)) د مخابراتی شرکتونو د مالیاتو د ټولو پروسه په ۱۳۹۴ م کال کې د ولسمشر محمد اشرف غنی د یو تقنینی فرمان په اساس پیل شوه او هغه مهال د شبکو د مالیاتو د ټولولو مسوولیت د مالیې وزارت له خوا د اترا ادارې ته سپارل شوې و، خو له څه وخت وروسته دغه اداره په دې تورنه شوه ، چې له خلکو اخیستی مالیات نامعلوم دی او د حکومت بودجې ته نه ځی.دا مهال په افغانستان کې پنځه مخابراتی شرکتونه فعالیت کوی او څو ځله خلکو د دې شرکتونو له لوړو بیو شکایتونه کړی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې کنټرول راولی.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې دا مهال ۲۸ میلیونه خلک له تلېفونه ګټه اخلی، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې له دې لارې د حکومت بودجې ته ۱۷ میلیارده افغانۍ ګټه رسولې چې په کلنی ډول پنځه تر شپږو میلیاردو افغانۍ کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید