روزنامه هیواد

په هېواد کې د ۲۲ زره بندیانو پر هر یو د ورځې ۸۵  افغانۍ مصرفېږی

د کورنىو چارو وزارت د زندانونو عمومی رىاست واىی: دا مهال په ټولو زندانونو کې ۲۲ زره کسان بندىان دی او پر هر زندانی د کال ۳۱ زره افغانۍ لګښت راځی.

د کورنىو چارو وزارت د زندانونو د رىاست سلاکار حبىب رضوانی په افغانستان کې د زندانونو د وضعىت د ارزونې غونډې ته وىلی: حکومت په محبس کې پر هر بندی د ورځې ۸۵ افغانۍ مصرفوی.نوموړى واىی: د هېواد په ټولو محبسونو کې دا مهال ۲۲ زره کسان او په توقىف خانو کې بىا ۱۱ زره کسان ساتل کىږی.د رضوانی په وىنا په توقىف خانو کې لوىه ستونزه دا ده چې کله کله د ىو بندی د دوسىې څېړنه په اتو یا  لسو مىاشتو کې هم نه پىلىږی.خو د کابل د استىناف محکمې مشر معراج الدىن حامدی بىا واىی: دا کار ځکه کېږی چې په کشفی، عدلی او قضاىی ادارو کې فساد روان دى.دا په داسې حال کې ده چې د بشری حقونو نړىوال سازمان په ىوه تازه راپور کې وىلی چې د افغانستان په زندانونو او توقىف خانو کې د پلټنو پر مهال د بندىانو ځورونه په وروستىو دوو کلونو کې راکمه شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید