روزنامه هیواد

په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۴۳۶۶ ته پورته شو

د افغانستان روغتیا وزارت وایی، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس ۱۷۲مثبتې پېښې ثبت شوی او ۲۳ کسان نور مړه شوی دی.د عامې روغتیا وزارت د چنګاښ۲۱مه وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۳۹۵مشکوکو سمپلونو معاینات شوی، چې ۱۷۲ یې مثبت او پاتې منفی ثابت شوی دی.په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۳۴۳۶۶ ته پورته شو.له یادو پېښو څخه ۱۳۹ په کابل، ۸ کندهار، ۱۰بلخ، ۸ نیمروز،۴هلمند، ۱ زابل او ۳ ارزګان ولایت کې ثبت شوی دی.دعامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د دې ترڅنګ په تیره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په درېیو ولایتونو، کابل، کندهار او زابل کې د کورونا ویروس له امله ۲۳ کسان مړه شوی ،چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۹۹۴ کسانو ته پورته شو.همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې کې ۲۵۳ کسان بیرته روغ شوی چې په دې سره د روغ شویو کسانو شمېر ۲۱۱۳۵ ته پورته شو.په افغانستان کې د کورونا ویروس پېښو کې داسې مهال کموالی راغلی، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزاریر ډاکټر احمو جواد عثمانی تیره اوونۍ وویل، چې د تیرې یوې نیمې میاشتې په پرتله په دغه هېواد کې د کوروناویروس د مثبتو پېښو د ثبت کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر غرمې ۵۶۰۲۷۰کسان مړه کړی او څه باندې دوولس ملیونه نور په اخته شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید