روزنامه هیواد

په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر۵۶۷۷۹ ته لوړ شو

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وایی:په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هېواد کې ۶۲ کسان په کورونا ویروس اخته شوی او څلور کسان نور ورڅخه مړه شوی دی.عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ ویلی ،چې په تیرو ۲۴ساعتون کې د کورونا ویروس د ۲۰۳۵ مشکوکو سمپلونو معاینات کړی، چې ۶۲ یې مثبت او پاتې منفی وو.له یادو مثبتو پېښو څخه تر ټولو زیاتې ۲۲ یې په هرات، ۱۴ په کابل، ۹ په ننګرهار، ۴ په کندهار، ۲ کندوز، ۴ هلمند، ۲ کونړ او ۵ په لغمان ولایتونو کې ثبت شوی دی.د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دې هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر۵۶۷۷۹ ته لوړ شو.همداره په تیره شپه او ورځ کې د ۴ کسانو په مړه کېدو سره په افغانستان کې د کورونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر۲۵۱۲ او بیرته روغ شویو کسانو شمېر ۵۱۹۰۲ ته ورسېد.

کورونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.د امریکا دجانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په کورونا اخته شوی او څه باندې ۲ میلیون کسان نور ورڅخه مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید