د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په شمېر ولایتونو کې د کورونا ویروس د ۲۸۲ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۸ کسان مړه کېدو خبر وکری دی.روغتیا وزارت پرون ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۱۳۲۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی ،چې پر وینا یې ۲۸۲ یې مثبت او پاتې منفی و.د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۴۹۸۸ ته پورته شو.د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۸۷ کېږی یوازې په مرکز کابل کې ثبت شوی دی.همدرانګه په تیره شپه او ورځ کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د کورونا ویروس له امله ۸ کسان مړه شوی، چې په دې سره د کورونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۹۵ ته ورسېد.د عامې روغتیا وزارت زیاتوی ،چې د دې ترڅنګ ۴۲ کسان بیرته له کورونا څخه جوړ شوی، چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شویو کسانو شمېر هم ۳۵۹۷۶ ته لوړ شو.کورونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شوو.د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۵۵ میلیونه کسان په کورونا ویروس اخته شوی او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوی دی.