روزنامه هیواد

په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۱۴۱ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس ،په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د کورونا ویروس ۵۳مثبتې پېښې ثبت شوی او دری کسان مړه شوی دی. د عامې روغتیا وزارت پرون وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د۲۸۲مشکوکو سمپلونو معاینات شوی ،چې ۵۳مثبت ثابت شوی دی.په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۱۴۱ ته پورته شو. همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دری کسانو په مړه کېدو سره د کورونا ویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۸۸ تنو ته ورسېد. د عامې روغتیا وزارت وایی، چې په افغانستان کې ۳۳۵۶۱ کسان بیرته له کورونا ویروس څخه جوړ شوی دی.کورونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډېر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو. د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۸ میلیونه کسان په کورونا ویروس اخته شوی او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوی دی

ممکن است شما دوست داشته باشید