روزنامه هیواد

په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۹۷۹۹ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د کورونا ویروس ۹۶مثبتې پېښې ثبت شوی او څلور تنه نور مړه شوی دی.د عامې روغتیا وزارت پرون وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د۴۷۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی چې ۹۶ مثبت ثابت شوی دی. په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۷۹۹ ته پورته شو.همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو کسان په مړه کېدو سره د کورونا ویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۷۷ کسانو ته ورسېد. د عاملې روغتیا وزارت وایی، چې تر دې مهاله په افغانستان کې ۳۳۱۱۴ کسان بیرته له کورونا ویروس څخه جوړ شوی دی. کو رونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډیر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوی او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید