د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د عامې روغتیا وزارت وایی: په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې د ۱۰۰۳ سمپلونو له معاینې وروسته د کورونا ۴۹۲ مثبتې پېښې ثبت کړې دی.د وزارت له خوا رسنیو ته په ورکړی معلوماتی لېست کې راغلی ،چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په کابل کې ۲۶۲ تر ټولو ډېرې مثبت پېښې ثبت شوې ، چې په دې سره د ټول هېواد په کچه د مثبتو پېښو شمېر ۸۱۴ ته لوړ شوی دی.وزارت وایی: تېره ورځ له کورونا ویروس څخه د ۱۰ کسانو په مړینه د ټولو مړینو شمېر ۱۸۷ او د ۸۰ ناروغانو په روغېدو د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۹۳۰ ته لوړ شوی دی.بل لور ته د عامې روغتیا وزارت بار بار له هېوادوالو غواړې چې روغتیایی سپارښتنې په پام کې ونیسی او بې له ضرورته له کورونو ونه وځی.وزارت وړمه ورځ هم له هېوادوالو غوښتې وو چې اختر ونه لمانځې او په کورونو کې پاتې شی.