روزنامه هیواد

په هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې کابو ۳۹ زرو ته ورسېدې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوی.د عامې روغتیا وزارت پرون وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۹۵مشکوکو سمپلونو معاینات شوی، چې ۲۲ یې مثبت ثابت شوی دی. له یادو پېښو څخه ۱۷ بلخ،۳ ننګرهار او دوې په کونړ کې ثبت شوی دی.د افغانستان  عامې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دې هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۸۹۱۹ ته ورسېد.په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی او د مخکنیو معلوماتو په اساس په دې هېواد کې کورونا۱۴۳۷ کسان مړه کړی.تر دې مهاله په افغانستان کې له کورونا ویروس څخه ۳۲۵۷۶ کسان بیرته له کرونا ویروسه جوړ شوی.کورونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۰ میلیونه کسان په کورونا اخته شوی او څه باندې۹۵۱زره نور ورڅخه مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید