د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د عامې روغتیا وزارت له لوری په تازه خپاره ارقامو کې د ۴۰۸ مثبتو پېښو په ثبتیدو سره په ټول افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمیر ۷۰۷۲ ته ورسېدې.په دې شمېرو کې مرکز کابل د لوړو شمېرو په سر کې دی چې ۱۶۲ مثبتې پېښې لری.هرات د ۹۵ مثبتو پېښو په ثبت په دوهم کتار کې دیاو پاتې نورې پېښې د هېواد په نورو مختلفو ولایتونو کې دی.دوی وایی: په دې ۲۴ ساعتونو کې ۳ کسان مړه شوې او ۲۳ نور بیا روغ شوی دی.دا په افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو لوړ شمېر دی چې په ۲۴ ساعتونو کې ثبتېږی.د عامې روغتیا وزارت وایې، چې که هېواد وال د قرنطین او روغتیایې سپارښتنې په پام کې ونه نیسې نو دا پېښې به لا لوړې کچې ته لاړې شی .دعامې روغتیا وزارت دا خبرداری په داسې حال کې ورکوې ،چې په ځینو ولایتونو کې د چارواکو له لورې قرنطین لغوه شوی دی.تازه په کندهار کې هم پرېکړه شوې ،چې سر له نن (سه شنبه) د ۲۴ ساعتونو لپاره په دې ښار کې قرنطین له منځه لاړ شی.