روزنامه هیواد

په هېواد کې د کوروناویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۸۴۲۴ ته لوړ شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۵۴۶ کسان په کوروناویروس اخته شوی، چې ورسره په دغه هېواد کې د کویډ۱۹ ناروغانو شمېر ۲۸زره او ۴۲۴ ته لوړ شوی دی.د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ کسان له دغې ناروغۍ مړه شوی او ۳۳۰ نور بېرته روغ شوی دی.د ورغتیا وزارت د رسمی شمېرو په اساس په افغانستان کې د کوروناویروس د خپرېدو له پیل راهیسې تر اوسه ۵۶۹ کسان دغې ناروغۍ مړه کړی او نږدې ۸۳۰۰ کسان بېرته ترې روغ شوی دی.د روغتیا وزارت معلومات ښیی چې د افغانستان به لابراتوارونو کې تراوسه د کوروناویروس ۶۳زره او ۹۵۱ معاینې شوی چې له دې شمېرې ۲۸زره او ۴۲۴ یې مثبتې تشخیص شوی دی.خو په دغه هېواد کې د تشخیصه کیټونو د کموالی او په معایناتو کې د ځنډ له امله زیات شمېر افغانان چې په دې ناروغۍ اخته شوی د معاینې لپاره لابراتوارونو ته نه ځی او په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې دی.ځینې یې په ټولنیزو رسنیو کې د کوروناویروس علایمو ته په کتو خپله ناروغی تائیدوی او یو شمېر نور له دغې ناورغۍ څخه د خپلو عزیزانو د مړینې خبر ورکوی.دې مسلې ته پاملرنې ښایی په افغانستان کې د کوروناویروس له امله د مړه شویو او په دې ویروس د اخته شویو کسانو شمېره له هغې پورته وی چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یې په رسمی ډول له رسنیو سره شریکوی.دغه وژونکی ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبی ایالتت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۸ هېوادونو ته ورسېد.د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون معلومات ښیی چې د شنبې تر ورځې په نړۍ کې نږدې اته میلیونه او ۶۶۷زره په کوروناویروس اخته شوی چې له دې شمېرې څه باندې ۴۶۰زره کسان مړه شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید