روزنامه هیواد

په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۲۸۹ته لوړ شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د کورونا ویروس۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوی.عامې روغتیا وزارت پرون وویل، چې په تیرو۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس د ۱۹۴ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی ،چې ۶۰ مثبت او پاتې منفی ثابت شوی.د دغه وزارت د رسمی معلوماتو له مخې، په دې سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۵۲۸۹ته لوړ شو.له یادو پېښو څخه ۵۵ په کابل،۲ کندهار، ۲ نیمروز او یوه په هلمند ولایت کې ثبت شوې.همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په کابل کې د کورونا ویروس له امله ۱۷ کسان مړه شوی ،چې په دې سره د کورونا له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۶۴ پورته شو.د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلی، چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په څلورو ولایتونو کې د کورونا ویروس څخه ۷۲ بیرته روغ شوی ،چې په دې سره د ټولو روغ شویو کسانو شمېر۲۳۲۸۰ ته ورسېد.په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس د شنبې تر ماسپښین پورې ۶۰۳۰۵۸ کسان مړه کړی او څه باندې۱۴ میلیونه نور په اخته شوی .

ممکن است شما دوست داشته باشید