روزنامه هیواد

په هېواد کې د کب روزنې له فارمونونه په کال کې لس زره ټنه کبان تولیدېږی

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رىاست واىی، چې هلمند په تخمىنی ډول په کال کې ۱۳۵۰ ټنه کبان تولىدوی. د هلمند د کرنې رىىس زلمى الکو واىی: ((د هلمند په ۶۰۰ جرىبه مځکه کې د کبانو ۳۶۰ فارونه شتون لری، چې له دغو فارمونو څخه په منځنۍ کچه په کال کې ۱۳۵۰ مټرىک ټنه کبان تولىدېږی.))ښاغلی الکو ووىل، چې د هلمند دکرنې رىاست هلې ځلې کوی، چې په دې ولاىت کې د کب روزنې پراختىا او پرمختىا ته لا ډېرې زمىنې برابرې کړی،چې هملند له دې پلوه پر ځان بسىا شی.د ښاغلی الکو په خبره د هلمند دکرنې رىاست د دې ولاىت کب روزونکو ته اړىن تخنىکی او علمی روزنىزې برنامې په لاره اچولې او له دې لارې د شته فارمونو د همغږۍ او تنظىم لپاره ىې هلې ځلې کړی، چې پاىله ىې په دې ولاىت کې د کب روزنې وده او پرمختىا ده. په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو ته رسېږی، چې ډېرى ىې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نىمروز ولاىتونوکې شتون لری او له دغو فارمونو څخه په کال کې ۱۰ زره ټنه کبان تولىدېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید