روزنامه هیواد

په هېواد کې د پانګه ‌والو  ځانی او مالی ساتنه د امنیتی ارګانونو کاری لومړیتوب دی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په هېواد کې د خصوصی سکتور پر وړاندې د نا امنیو له ډېرېدو اندېښنه لری.د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی، چې په ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې ۷۰ سوداګر یا اختطاف شوی او یا یې هم پانګه غلا شوېد دغه خونې مسوولین وایی: ښایی د زیانمنو سوداګرو شمېر له دې هم ډېر وی ، ځکه د دوی پر وینا زیات شمېر سوداګر د سوداګرۍ خونې او یا هم له امنیتی ځواکونو سره د پېښې له شریکولو پرته له اختطاف کوونکو سره معامله کوی.د دغه خونې مرستیال توفیق داوری د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، چې د امنیتی ګواښونو ډېرېدل د خصوصی سکتور پر فعالیتونو منفی سیوری غوړولی او له افغانستانه د پانګې د ایستلو لامل ګرځی.نوموړی زیاته کړه:(( خصوصی سکتور د هېواد اقتصادی پایې دی، د پانګه‌والو امنیت باید د حکومت لومړیتوب وی، خو دلته د اختطاف، چور چپاول او غیر قانونی پیسو اخیستلو ډېر خطر خصوصی سکتور ته متوجې دی، که د پانګه‌والو فزیکی امنیت ټینګ نه‌ شی، نو له افغانستانه به د پانګې او پانګه ‌والو د تېښتې لامل وګرځی.))ښاغلی داوری که څه هم له افغانستانه د ایستل شوې پانګې دقیقې شمېرې وړاندې نه‌کړې، خو ویې‌ ویل، چې اوس‌ مهال زیات شمېر پانګه‌وال له افغانستانه د پانګې د ایستلو په هڅه کې دی.وسله‌والې حملې، د موټرو غلاوې، انسان تښتونه، جېب وهل او د وحشت خپرول یوازې د پانګه‌ والو او خصوصی سکتور پر وړاندې پرتې ستونزې نه ‌دی، بلکې له دې پدیدو کابل ښاریان او ان حکومتی چارواکی ترې هم په امان کې نه‌ دی.تازه د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د نندارتونونو د جوړولو پر رییس ذبیح‌الله یوسفی په کابل ښار کې حمله شوې ده.نوموړی وویل، چې په رڼا ورځ د کابل د مکروریانو په سیمه کې چې یوه امنه سیمه بلل کېږی، د چاقو لرونکو کسانو تر حملې لاندې راغلی چې هدف‌یې د ده وژل وو.ښاغلی یوسفی زیاتوی:(( د سهار اته نیمې بجې وې، غوښتل مې د دفتر په لور حرکت وکړم، دوه کسانو چې له مخکې یې راته کمین نیولی و، کله چې ما غوښتل د موټر دروازه خلاصه کړم، یوه ‌یې پرته له کومې پوښتنې او ځواب پر ما د چاقو په وسیله حمله وکړه، په ټوله کې جنایتونه شته، د دې تر څنګ زه د ورته نورو پېښو سره چې هدف‌ یې غلا وه هم مخ شوی یم.))خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمی وایی ،چې په ښاغلی یوسفی حمله د ده د وژلو نه، بلکې د موبایل د غلا کولو په هدف وه، چې پولیس‌ یې د مجرمینو د نیولو هڅه کوی.نوموړی همدارنګه د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسوولینو اندېښنو ته په اشارې سره وویل، چې د پانګه ‌والو د ځان او مال ساتنه د امنیتی ارګانونو د کارونو لومړیتوب دی.ښاغلی رحیمی زیاته کړه:(( د پانګه‌ والو امنیت د کابل د امنیه قوماندانۍ په لومړیتوب کې ځای لری، د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ اړوندو برخو ته جدی لارښوونه کړې چې د پانګه‌والو امنیت ته جدی پاملرنه وکړی.)) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه ګواښ کوی چې د دغه ډول وضعیت دوام نه ‌یوازې په خصوصی سکټور منفی تأثیرات لری، بلکې د اقتصادی فعالیتونو د کمښت او د بېګارۍ د زیاتېدو لامل هم ګرځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید