روزنامه هیواد

په هېواد کې د وینې د ورکړې فرهنګ باید عام شی

په هېواد کې د وینې مرکزی بانک په ورځنی ډول د هېواد ګوټ ګوټ ته ۹۰ زره سیسی وینه وېشی.

په داسې حال کې چې د وینې مرکزی بانک په ورځنی ډول ټول هېواد ته ۲۰۰ پاکټه وینه ، چې هر پاکټ یې ۴۵۰ سیسی دى، وېشی او اوس مهال ۱۲سوه ۳۰ یونټه وینه په بانک کې ذخیره لری، خو یو شمېر کابل مېشتی لا هم د دې بانک له فعالیتونو ناخوښی دی.احمدالله حبیبی د کابل ښار اوسېدونکى دی، هغه له درې ورځو راهیسې ګرځی چې د خپل ناروغ لپاره وینه پیدا کړی.ده په دې اړه آزادۍ راډیو ته ویلی: (( درې ورځې کېږی چې د خپل ناروغ لپاره وینې پسې ګرځم، خو نه پیدا کېږی، د وینې مرکزی بانک ته هم لاړم، وایی چې وینه شته، خو هغه وینه چې ته یې غواړې نه شته، زه څه وکړم، له اړوندو ادارو غواړم، چې په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړی.))دا یوازې احمدالله نه دی، چې په دې برخه کې ستونزه لری، د ده په څېر ډېر نور کسان هم شته چې له ورته ستونزې سره مخ دی.د افغانستان د وینې مرکزی بانک چارواکی که څه هم دغه ستونزې منی، خو د حل لپاره یې د یو لړ اقداماتو خبره کوی.د وینې د مرکزی بانک رییس عنایت الله هاشمی وویل: ((د وینې مرکزی بانک تېر کال په هېواد کې ۳۰۰ کمپاینونه د وینې د ورکړی لپاره کړی ، زموږ په هېواد کې د وینې د ورکړې فرهنګ زیات پیکه دی، زموږ هڅه همدا ده، چې دغه فرهنګ د خلکو ترمنځ عام شی، د افغانستان د وینې مرکزی بانک د وینې په برخه کې د خلکو د هر ډول ستونزو حل ته چمتو دی.))له دې وړاندې داسې اندېښنې وې، چې د افغانستان د وینې مرکزی بانک د وینې د ساتنې په برخه کې ستونزې لری، خو ښاغلى هاشمی وایی، چې د وینې د ساتلو لپاره یې داسې امکانات تر لاسه کړی چې د وینې څرنګوالی ته په کتو سره له درې ورځو نیولې تر ۳۵ آن تر سلو ورځو یې ساتلى شی.په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان ټینګار کوی ، چې د ستونزې د هواری په هدف دې د وینې د ورکړې داوطلبانه فرهنګ ته کار وشی او دغه فرهنګ دې عام شی.د کابل ښار اوسېدونکی وایی: (( د وینې د ورکړې فرهنګ باید زموږ په ټولنه کې عام شی، د دې لپاره چې زموږ په هېواد کې جګړه ده او دغه جګړه هره ورځ له موږ څخه قربانی اخلی، زه فکر کوم چې دغه فرهنګ باید عام شی.)) د یادونې وړ ده چې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړی ډول د فېسبوک ځینی کاروونکی هم د وینې د ورکړې په برخه کې داوطلبانه فعالیت کوی او له خلکو غواړی چې اړمنو کسانو ته وینه ورکړی.د وینې مرکزی بانک د معلوماتو له مخې: اوس مهال د افغانستان د ټولو ولایتونو په لویو روغتونونو کې د وینې د ورکړې او اخیستنې بانکونه شته چې له مخې یې په ورځنی ډول د سلګونو کسانو ستونزې هوارېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید