روزنامه هیواد

په هېواد کې د نری رنځ د تشخیص او درملنې لپاره ستنډرد لابراتوارونو ته اړتیا ده

د دغه وزارت د توبرکلوز یا نری رنځ د څانګې مسوولین وایی: په افغانستان کې د روغتیایی خدمتونو د رسولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت له هڅو سره سره، اوس هم په هېواد کې هرکال شااوخوا ۱۲۰۰۰ کسان د نری رنځ د ناروغۍ له امله مری.دعامې روغتیا وزارت د نری رنځ د څانګې مشر ډاکتر خالد صدیق پرون وویل: (( د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د نری رنځ خدمتونه د کابو ۲۳۵۵ روغتیایی مرکزونو له لارې خلکو ته رسول کېږی، په دغو مرکزونو کې د یادې ناروغۍ تشخیص د میکروسکوب په واسطه کېږی او درملنه یې تر شپږو میاشتو پورې دوام کوی.))ښاغلی صدیق وایی: په افغانستان کې د نارینه وو په پرتله ښځې ډېرې په دغې ناروغۍ اخته کېږی چې له امله یې ښځې د بې اولادۍ له ستونزې سره هم مخ کېږی.د ښاغلی صدیق په خبره، د نری رنځ درملنه له ۶ میاشتو نیولې تر ۱۸ میاشتو پورې وخت نیسی.د مارچ ۲۴ مه د نری رنځ پرضد د مبارزې نړیواله ورځ ده او افغان چارواکی هرکال دغه ورځ نمانځی او پر وړاندې یې د مبارزې ژمنه کوی.توبرکلوز یا نری رنځ که څه هم یوه ساری ناروغی ده، خو د وقایی او درملنې وړ ده او ډاکتران وایی: هغه کسان چې له دوو اوونیو زیات ټوخی ولری، باید د تشخیص او درملنې لپاره روغتیایی مرکزونو ته ورشی.د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې: په کم عمر کې ودونه، ناپوهی، بېوزلی او نا سم خواړه پر نری رنځ د اخته کېدو عمده لاملونه دی.متخصص ډاکتران وایی: توبرکلوز یا نری رنځ ډېر ډولونه لری لکه، د هډوکو، معدې، امعا، رحم او نور او که درملنه یې ونه شی، د انسان د مړینې لامل ګرځی.په ورته وخت کې د بې پولې ډاکترانو سازمان په دې اړه په خپل تازه راپور کې ویلی، چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې یې د مبارزې په هدف، ځینو ناروغانو ته نوی درمل پیل کړی چې د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره اغېزمن ثابت شوی دی.د افغانستان د مشرانو جرګې د روغتیایی چارو د کمېسیون غړې طیبه زاهدی وایی: د عامې روغتیا وزارت یوازې د توکلوز د درملنې لپاره نه، بلکې په هېواد کې د ټولو ناروغیو د تشخیص او درملې لپاره باید باکیفیته خدمتونه وړاندې کړی.نوموړې زیاته کړه: (( که څه هم په دې برخه کې کارونه شوی او په تېرو څو کلونو کې هڅې هم شوی، خو په خواشینۍ سره چې په هېواد کې مناسب روغتیایی خدمتونه نه شته، یوازې د توبر کلوز لپاره نه، بلکې د نورو ناروغیو د درملنې لپاره هم یو ستنډرد کلنیک نه لرو، یو روغتون هم ستنډرد لابراتوار نه لری او موږ له دې امله اندېښمن یوو.)) مېرمن زاهدی وایی: څرنګه چې نری رنځ یوه خطرناکه او ساری ناروغی ده، نو ځکه د عامې روغتیا وزارت باید د دغې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ستنډرد تشخصیه لابراتوارونه او د درملنې مرکزونه جوړ کړی.

خان محمد سیند

ممکن است شما دوست داشته باشید