روزنامه هیواد

په هېواد کې د سویابینو ۴۲۰ ننداریزې کروندې جوړیږی

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لری ،چې د روان مالی کال په ترڅ کې د سویابینو ۴۲۰ ننداریزې کروندې جوړې کړی.د دغه وزارت ویاند اکبر رستمی رسنیوته ته وېیلی، چې دا کروندې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې جوړېږی.نوموړی ووېیل ،چې په ټولیزه توګه د دغو ننداریزو کروندو د جوړولو چارې نږدې په بشپړېدو دی او له دې شمېر د هرات، پکتیا، ننګرهار، کاپیسا، بغلان، بلخ، جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې د ۲۱ ننداریزو کروندو چارې بشپړ شوی دی.یادې کروندې په داسې حال کې جوړېږی چې هغو ولایتونو کې چې د یاد نبات تولید لپاره مناسب اقلیمی شرایط لری د تولید کچه یې کال تر بله زیاتېږی.د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د معلوماتو او احصایې ریاست د چارواکو په خبره، د سویابینو کښت د هېواد په اکثره ولایتونو کې ښه پایله ورکړې ده.د دغه ریاست د ۱۳۹۹یم کال د شمېرو له مخې د هېواد په کچه په یو زر او ۶۲۴ هکتاره مځکه سویابین کرل شوی وو او ټولټال دوه زره ټنه سویا ترې لاسته راغلې دی.د معلوماتو او احصایې ریاست د چارواکو په خبره، کاپیسا د ۹۳۰ ټنه په تولید سره د هېواد په کچه د سویابینو په تولید کې لومړی مقام لری.سویابین بشپړه پروتینی او مغذی مواد لری او د کورنیو په روغتیا په ځانګړی ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لری.افغانستان کې د سویابینو کرکېله په ۲۰۰۳ میلادی کال کې دود شوې ده چې اوس په یو مهم کرنیز توکی بدل شوی او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید