روزنامه هیواد

په هېوادکې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۶۵۳ کسانو لوړ شو

د عامې روغتیا وزارت وایی، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۱ نور افغانان په کورونا ویروس اخته شوی دی.عامې روغتیا وزارت پرون ویلی، چې په دې سره په افغانستان کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۶۵۳ کسانو لوړ شو.د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په دې هېواد کې د کورونا ویروس له امله ۵ کسان مړه شوی چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۸ او ۴۹ کسان بیرته روغ شوی، چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۸۵۰ کسانو ته ورسېد.په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر پر داسې مهال لوړیږی چې د کابل په ګډون ځینو لویو ښارونو کې قرنطین په نسبی توګه مات شوی دی.د کوچنی اختر د سودا خیستلو لپاره په ښارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.تر دې مخکې دعامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی، چې له کورونا ویروس څخه دخوندیتوب په هدف خلک باید له بېځایه ګرځېدو او په یوه ځای کې له راټولېدو څخه ډډه وکړی.بلخوا د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د کووید ـ۱۹ دوهم معاینات منفی ثابت شوی دی.نوموړی روانه میاشت په کووید ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوی او په خپل کور کې قرنطین و.روغتیا وزارت تیره شپه ویلی، چې اوس مهال د ښاغلی فیروز روغتیا د ډاډ وړده او ډېر ژر به خپلې دندې ته ستون شی.د کوروناویروس په لومړی ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبی‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلې ده.په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس د سې شنبې ورځې د نړۍ په کچه څه باندې۳۱۸۵۹۹ تنه مړه کړی او څه باندې څلور میلیونه پرې اخته شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید