روزنامه هیواد

په هېوادکې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۴۶۲۱۵ ته ورسېدې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په شمېر ولایتونو کې د کورونا ویروس د ۲۵۲مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۱ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.د عامې روغتیا وزارت د لېندۍ په نهمه ویلی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د۱۳۷۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی، چې پر وینا یې ۲۵۲ یې مثبت او پاتې منفی و.د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۶۲۱۵ ته پورته شو.د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۱۵۳ کېږی یوازې په تخار کې ثبت شوی دی.همدرانګه په تیره شپه او ورځ کې د هېواد په دوو ولایتونو کې د کورونا ویروس له امله ۱۱ کسان مړه شوی، چې په دې سره د کورونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۶۳ ته ورسېد.د عامې روغتیا وزارت زیاتوی، چې د دې ترڅنګ۸۷ بیرته له کورونا څخه جوړ شوی، چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شویو کسانو شمېر هم ۳۶۷۳۱ ته لوړ شو.کورونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شوو.د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې مهاله په نړۍ کې شااوخوا ۶۱ میلیونه کسان په کورونا ویروس اخته شوی او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید