روزنامه هیواد

په هېوادکې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۴۵۹۶۳ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په شمېر ولایتونو کې د کورونا ویروس د ۱۲۱ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۲ کسانو د مړه کېدو خبر وکری دی.روغتیا وزارت پرون وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د۸۷۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی، چې پر وینا یې ۱۲۱ یې مثبت او پاتې منفی و.د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۵۹۶۳ ته پورته شو.د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۶۲ کېږی یوازې په مرکز کابل کې ثبت شوی دی.همدرانګه په تیره شپه او ورځ کې د هېواد په دوو ولایتونو کې د کورونا ویروس له امله ۱۲ کسان مړه شوی، چې په دې سره د کورونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۵۲۰ ته ورسېد.د عامې روغتیا وزارت زیاتوی ،چې د دې ترڅنګ۳۴۹کسان بیرته له کورونا څخه جوړ شوی، چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شویو کسانو شمېر هم ۳۶۶۴۴ ته لوړ شو.کورونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شوو.د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۱ میلیونه کسان په کورونا ویروس اخته شوی او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید