روزنامه هیواد

په هېوادکې د کروناویروس مثبتو پېښو کچه ټیټه شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، نسبت د کوچنی اختر وروستیو دوو اوونیو ته اوس مهال په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو کې کمووالی راغلی.د روغتیا وزات ویاند اکمل سمسور پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې اوس مهال په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو سلنه د ۳۰ او ۴۰ سلنې ترمنځ ده.ده وویل، چې د تیر کوچنی اختر تر لومړیو دوو اوونیو وروسته د کورونا ویروس د مثبتو پېښو سلنه د ۵۰ او ۶۰ سلنې ترمنځ وه.ده وویل: افغانستان اوس په ښه وضعیت کې دی، خو ټینګار یې وکړ که چیری افغان په راتلونکی لوی اختر کې د روغتیا وزارت لارښوونې مراعت نه کړی، د کورونا ویروس پېښې به یو ځل بیا زیاتې شی.په تیرو ۲۴ ساعتونو کې مثبتې پېښې د افغانستان روغتیا وزارت وایی، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۱۵۴ کسان نور په کورونا ویروس اخته شوی او ۲۸ نور ورڅخه مړه شوی دی.روغتیا وزارت ویلی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۸۸۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی ،چې ۱۵۴ یې مثبت او پاتې منفی ثابت شوی دی.په دې سره په افغانستان کې په کورونا ویروس اخته کسانو شمېر ۳۴۶۰۵ کسانو ته پورته شو.له یادو پېښو څخه ۷۸ په کابل، ۴ کندهار، ۴ پکتیا،۱۱ بامیان،۸ ننګرهار،۳ بلخ، ۱ نیمروز،۳ پروان،۱۱بدخشان،۲۶ دایکندی،۱ هلمند، ۱ پنجشېر او یوه هم په زابل ولایت کې ثبت شوې ده.د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په څلورو ولایتونو کابل، کندهار، پکتیا او هلمند کې د کورونا ویروس له امله ۲۸ تنه مړه شوی ، چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۳۸ کسانو ته پورته شو.همدارنګه۶۴ کسان بیرته روغ شوی ،چې په دې سره د ټولو روغ شویو کسانو شمېر ۲۱۲۸۰ ته پورته شو. په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس د دوشنبې تر سهار ۵۶۹۱۱۷ کسان مړه کړی او نږدې ۱۳ میلیونه نور په اخته شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید