روزنامه هیواد

په هند کې د عمومی ټاکنو نېټه اعلام شوه

د هند د انتخاباتو د کمېسیون چارواکو ویلی، چې د هېواد راتلونکی عمومی انتخابات به د اپرېل او مې په میاشتو کې په اوو پړاوونو کې و شی. نظرپوښتنې ښیی ،چې د صدراعظم نرېندرا مودی په مشرۍ ائتلاف به د پارلمان ډېرې څوکۍ تر لاسه کړی. د هند د انتخاباتو د کمېسیون رییس سونیل ارورا د یکشنبې په ورځ وویل، د هېواد راتلونکی عمومی انتخابات به د اپرېل میاشتې په ۱۱مه، ۱۸مه، ۲۳مه او ۲۹مه د مې په میاشت په ۶مه، ۱۲مه او ۱۹مې نېټو و شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید