روزنامه هیواد

په هلمند کې له طالبانو سره د ایران او پاکستان مرسته

لومړۍ خبر ‎ د سپاه پاسداران او آی ایس آی مشاورین او جنګیالی د هلمند په جګړه کې عملاً داخل شوی او د هلمند جګړه یې سخته او تنده کړې ده.‎د ایرانی طالبانو د مشر صدر ابراهیم ځانګړی نماینده ملا عبدالباری د هلمند له جګړې دری ورځې تر مخه په ناوه ولسوالۍ کې له ملاګل آغا او ملا محمدزی سره لیدلی و او دوی ته یې د جګړې لپاره ۳,۵ لکه ‌‌‌‌‌‌ډالر وکړل او د جګړې لپاره یې دوربین دار ماشیندار او ‌‌‌‌‌‌ډرون کمرې ورکړې.‎ویل کېږی د هلمند د جګړې یوه پچلتیا دا هم ده، چې امریکا په خپله هم غواړی چې طالبان دې په هلمند کې ځینې سیمې ونیسی او هلته دې د افغانستان د شته حکومت پر وړاندې خنډونه جوړ کړی.له پاکستانه را رسیدلی راپورونه وایی، چې د هلمند جګړې له پیله په هغه هېواد لسګونه ټپیان او د وژل شویو جسدونه ور سیدلی ،چې د پاکستان په پوځی روغتونو او ځایونو کې یې درملنه او جنازې شوی دی.         

ممکن است شما دوست داشته باشید