روزنامه هیواد

په هلمند کې د نېشه یی توکو په کښت او د تریاکو په تولید کې کموالی راغلی

د هلمند د نېشه یی توکو پر ضد د مبارزې ریاست په دې ولایت کې د نېشه یی توکو په کښت او تولید کې د کموالی خبر ورکوی. د افغان او بهرنیو هوایی ځواکونو له خوا د نېشه یی توکو د تولید پر کارخانو د هوایی بریدونو څه د پاسه یو کال تېرېږی. دا هوایی بریدونه له هلمند څخه پیل او وروسته د افغانستان شمال، ختیځ او لوېدیځو ولایتونو ته هم وغځېدل. د هلمند د نېشه یی توکو پر ضد د مبارزې رییس سید احمد ورور وایی: د نېشه یی توکو پر کارخانو هوایی بریدونه چې له (۲۰۱۷) میلادی کال راهیسې پیل شوی، په نتیجه کې یې د نېشه یی توکو کښت او تولید کم شوی. ښاغلى ورور زیاتوی: زموږ څېړنې ښیی چې په تېر (۲۰۱۸) میلادی کال کې په هلمند کې د نېشه یی توکو کښت په سلو کې لس راکم شوی .دی وایی: (( د نېشه یی توکو د تولید پر کارخانو د نړیوالو او افغان هوایی ځواکونو د ګډو بریدونو په نتېجه کې د نېشه یی توکو بیې را ټیټې شوی او اوس بزګران د نېشه یی توکو کرلو ته زړه نه ښه کوی، د نېشه یی توکو د تولید ډېری کارخانې په ناامنو او غرنیو سیمو کې دی، په تېر (۲۰۱۸) میلادی کال کې د هوایی بریدونو له امله د نېشه یی توکو په کښت او د تریاکو په تولید کې کموالی راغلی ، دا بریدونه د افغانستان لپاره ډېر ګټور دی.))د هلمند له نېشه یی توکو سره د مبارزې رییس زیاته کړه: دا مهال د هلمند په پنځو ولسوالیو کې نېشه یی توکی کرل کېږی، خو حکومت د دې سیمو په اړه هم لاس تر زنې نه دی ناست، ځکه له (۱۸) میاشتو راهیسې په واشېر، باغران، کجکی، سنګین، موسی کلا او بهرامچې سیمو کې د نېشه یی توکو د تولید پر کاخانو هوایی بریدونه شوی.د کورنیو چارو وزارت وایی: د نېشه یی توکو د تولید پر کارخانو هوایی بریدونه چې په (۲۰۱۷) میلادی کال کې له هلمند ولایت څخه پیل او وروسته فراه، نیمروز، بدخشان، لوګر، ننګرهار او پکتیا ولایتونو ته هم وغځېدل، ډېر بریدونه یې له نېشه یی توکو سره د مبارزې پولیسو د افغان هوایی ځواکونو په همکارۍ په خپلواکه توګه کړی دی.د مشرانو جرګې له نېشه یی توکو سره د مبارزې کمېسیون پخوانۍ غړې رڼا ترین وایی: افغان حکومت باید د هوایی بریدونو د دوام ترڅنګ د نېشه یی توکو د کښت مخنیوی ته دایمی حللاره ولټوی.دا وایی: (( د هلمند جګړه یعنې د نېشه یی توکو جګړه، په هغو ولایتونو کې چې کوکنار کرل کېږی، باید دولت یې موسم وپېژنی او مخه یې ونیسی، باید دولت مځکه والو ته د نېشه یی توکو د کښت بدیل پیدا کړی.))د افغان دولت امنیتی ادارو په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې دننه د نېشه یی توکو د قاچاقو په تور له پنځو سوو ډېر قاچاق کوونکی نیولی.مېرمن ترین وایی،ترڅو چې د ګاونډیو هېوادونو په مرسته د نېشه یی توکو ستر قاچاق کوونکی و نه نیول شی، د نېشه یی توکو د کښت، تولید او قاچاقو د مخنیوی هڅې مطلوبه نتیجه نه شی درلودای.

 مرسلین ارسلا

ممکن است شما دوست داشته باشید