روزنامه هیواد

په هلمند کې د ملکه ثریا په نامه ۵۰ بستریز نسایی او ولادی روغتون پرانیستل شو

د دې روغتون پرانیستلو پرمهال د هلمند والی ترڅنګ د عامی روغتیا رییس ډاکتر عبدالحد حازم ، لښکرګاه ښاروال انجنیر عصمت الله صمدی او د ولایتی شورا رییس عطاالله افغان ، د ولایت مقام مالی او اداری رییس زاهد احمد اتل ګڼ شمېر نارینه او ښځینه ډاکترانو او روغتیایی کارکوونکو هم ګډون کړی وو. د هلمند والی محمد یاسین خان د یاد روغتون د پرانیستلو پرمهال وویل: د دې روغتون په بشپړېدو سره به د ولادت پرمهال دمور او ماشوم د مړینی کچه راکمه شی او په روغتون کې به ټول روغتیایی خدمات موجود وی.ښاغلی یاسین خان زیاته کړه: ولایتی ادارې ددې روغتون د جوړېدو په برخه کې په دوامداره ډول له مرکز سره په اړیکه کې وو ترڅو هلمند دداسې یوه روغتون تشه ډکه شی چې په نسایی ولادی برخه کې خدمات وړاندې کړی.د عامی روغتیا رییس ډاکتر عبدالاحد حازم وویل: یاد ۵۰ بستریز روغتون د ۳۷۳۶۲۵۰ ډالرو په ارزښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.د عامې روغتیا رییس زیاته کړه: ددې روغتون لګښت د افغانستان اسلامی جمهوری دولت له خوا ورکړل شوى چې په جوړېدو سره به یې په نسایی او ولادی برخه کې شته ستونزې حل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید