روزنامه هیواد

په هلمند کې د غازی امان الله خان په نامه لوى تالار پرانىستل شو

د غازی امان الله خان تالار د پرانىستلو پرمهال د هلمند د والی تورنجنرال محمد ىاسىن خان ترڅنګ د ملی امنىت رىیس انجنىر محمد طاوس خان او نورو چارواکیو ګډون کړى و.ىاد تالار د پوهنی رىاست کې ګټې اخىستنی ته چمتو شوى،چې ۵۰۰ کسان پکې ځاىىږی.د هلمند والی ښاغلی ىاسىن خان د خبرو پرمهال ووىل: دا لوى تالار دى چی د پوهنی رىاست به ترې د لوىو غونډو او علمی پروګرامونو لپاره ګټه پورته کړی.ښاغلی ىاسىن خان زىاته کړه: ىاد تالار د خپلواکۍ د بېرته اخىستلو د سلمې کلىزی په وىاړ د غازی امان الله خان په نامه ونومول شو.د هلمند والی تورنجنرال محمد ىاسىن خان د ىاد تالار له ټولو برخو څخه لىدنه وکړه او داچی په اساسی ډول جوړ شوى و، د پوهنی رىاست له مسوولىنو یې مننه وکړه چی د تالار په جوړېدو کی یې هڅی کړی دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید