روزنامه هیواد

په هلمند او کندهار کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو ترهګریز بریدونه شوی

د هلمند سیمه ییز چارواکی وایی، په دې ولایت کې د ملی ځواکونو پر مرکز موټر بم برید شوی دی.

د چارواکو پر وینا پېښه وړمه شپه د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې رامنځته شوې ده.د هلمند د والی ویاند عمر ځواک د پېښی په اړه امریکا غږ ته ویلی، چې د افغان ځواکونو پر مرکز ځانمرګی برید کوونکی له چاودېدونکو توکو د ډک موټر چاودنه کړې ،چې د مرګ ژوبلې په اړه یې لاهم دقیق معلومات په لاس کې نشته.نوموړی وویل : (( د ګرشک ولسوالۍ په اړوند یخچال سیمه کې پېښه وړمه شپه ناوخته رامنځ ته شوې ځانمرګی برید ګر د موټر بم چاودنه کړې زموږ ګډې قواوې په سیمه کې مېشت دی، خو د تلفاتو په اړه یې لاهم معلومات وروستی شوی نه دی ،خو مرګ ژوبله شته.)) دغه راز بیا د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړن خواجه یحی علوی وایی، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې دډیورنډ فرضی کرښې ته نږدې د سرحدی قواوو پر یوه مرکز یې د موټر بم برید مخ نیوی کړی.نوموړی وویل : (( د ډیورنډ کرښې ته نږدې  وړمه شپه د معروف په ولسوالۍ کې ځانمرګو برید کونکو چې شمېر یې ۴کسان وو غوښتل د سرحدی قواوو پر یوه مرکز برید وکړی ،خو سرحدی قواوو په دې اړه له مخکې معلومات لری او یاد مرکز ته په نږدې کېدو سره یې پرې برید کړی او د چاودنې پر مهال برید کونکې وژل شوی او زموږ سرتیرو ته کومه زیان ندی رسیدلی.))،خو د ملی دفاع وزارت په اعلامیې کې ویلی، چې د هلمند او کندهار په موټر بم بریدونو کې د پوځ پنځه سرتیری ټپیان شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید