روزنامه هیواد

په هسکه مېنه کې د داعش د حضور پر مهال ۸۰زره چارتراش قاچاق شوی

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ وایی چې په دې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د دری کلن حضور پر مهال ځنګلونه پر خپلسر وهل شوی او شاوخوا ۸۰زره چارتراش لرګی ترې قاچاق شوی دی،خو اوس یې د لرګیو د قاچاق مخه ډپ کړې او حتی ځایی خلکو ته د سون لرګیو د وړلو اجازه هم نه ورکوی.د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل چې د ننګرهار رسنیو دفتر کې د کوټ ولسوالۍ له ولسوال سره ګډ خبری کنفرانس ته خبرې کولې، دا څرګندونې وکړې.نوموړی وویل، د هسکې مېنې ولسوالۍ غرنیزې سیمې د څېړیو او جلغوزیو پراخ ځنګلونه لری چې د داعش د حضور پر مهال یې ډېره برخه قطع شوې او د ځایی امنیتی او سیمه ییزو چارواکو په همکارۍ یې لرګی قاچاق شوی دی.هغه زیاته کړه: ((د داعش په وخت کې ونې وهل شوې، ۸۰ زره چارتراش شوی او د هغه وخت د چارواکو (ولسوال، امنیه قوماندان او نور مسوولینو) په خوښه بهر ته وتلی دی، هغوی پیسې اخیستې دی.)) د بشرمل په وینا، اوس یې ټولو امنیتی ادارو ته جدی سپارښتنه کړې چې د سون لپاره هم ځایی خلکو ته اجازه ورنه کړی چې لرګی یوسی،خو دا هم نه ردوی چې ګواکې د لرګیو قاچاق دې بشپړ درېدلی وی. ده زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې داعش وسله والې ډلې په یاده ولسوالۍ کې فعالیت درلود چې له امله یې د بیارغونې چارې په کې ډېرې کمې شوې دی.نوموړی وویل، اوس په یاده ولسوالۍ کې بشپړ امنیت راغلی، چې ور سره په بېلابېلو سیمو کې د بیا رغونې چارې هم پیل شوې دی.په ورته وخت کې د کوټ ولسوال نجیب الله رحمانی وویل چې په دې ولسوالۍ کې روان کال د ۹۹ میلیونه افغانیو په لګښت ګڼ شمېر پروژې بشپړې شوې او یو شمېر تر کار لاندې دی چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی. نوموړی زیاته کړه چې په دې پروژو کې شپاړلس ښوونځی، پنځه د اوبو رسولو شبکې، شپږ استنادی دېوالونه، د اوبو سربندونه، دېرش د اوبو څاه ګانې او د کرنې، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې ګڼې نورې پروژې شاملې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید