روزنامه هیواد

په هرات کې د ماین چاودنې درې تنه وژلی او ۲۴ نوریې  ژوبل کړی

د هرات ولایتی چارواکی وایی: پرون سهار  د دغه ولایت د ( اوبې )  ولسوالۍ په بازار کې د ماین په چاودنه کې درې ملکیان، چې دوه یې کوچنی ماشومان دی وژل شوی او ۲۴ نور ټپیان شوی.د هرات د والی ویاند جیلانی فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلی، چې دا چاودنه د (اوبې) ولسوالۍ په بازار کې سهار اته نیمې بجې شوې، چې په ټپیانو کې د ( اوبې) ولسوال هم شامل دی. ښاغلی فرهاد وویل: ولسوال رحیم الدین سرورزی په یو موټر کې د ولسوالۍ مرکز ته روان و، چې په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی، چاودیدونکی توکی  د ولسوال د موټر مخ ته وچاودیدل.د ( اوبې) ولسوالۍ د روغتون یو پرستار حبیب الله امان یار وایی ،چې په دې پېښه کې درې کسه، چې دوه یې ماشومان دی وژل شوی او څلوروېشت ملکی وګړی ټپیان شوی دی.ښاغلی امان یار وویل: د دې پېښې په ټپیانو کې درې ښځې او څو ماشومان هم شامل دی.ده وویل: د درې ټپیانو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ دی، چې د درملنې لپاره د هرات حوزوی روغتون ته استول شوی دی.تراوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.په افغانستان کې د روژې  میاشتې له را د بره کېدو راهیسې د ښکیلو غاړو ترمنځ د تاوتریخوالی پېښې زیاتې شوی. د ملکی وګړو د خوندیتوب ډلې (( سی پی اې جی )) د راپور له مخې، یوازې د روژې د میاشتې په لومړیو دولسو ورځو کې په بیلابیلو پیښو کې ۱۰۶ ملکی وګړی وژل شوی او ۱۸۰ نور ټپیان شوی دی. د دغې ډلې رییس عزیزاحمد تسل وویل، چې په ټپیانو کې ۲۴ ماشومان هم شامل دی.دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویی ادارې یوناما تیره اونۍ په یوه اعلامیه کې پر ملکیانو باندې د روژې په لومړۍ اوونۍ کې د ښکیلو غاړو ترمنځ د نښتو د اغیزو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې وه او له ښکیلو خواوو یې د ملکی وګړو دژوند خوندیتوب ته د جدی پاملرنې غوښتنه کړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید