روزنامه هیواد

په هرات کې د بې ځایه شویو کورنیو د وضعیت په هکله اندېښنې

د هرات د مهاجرو ریاست وایی : د تېرو دریو میاشتو په اوږدو کې تر لسو زرو زیات هېوادوال بې ځایه شوی  او دغه ولایت ته ورغلی دی. د هغوی په خبره اوس هغوی له ناوړه وضعیت سره مخامخ دی. د چارواکو په خبره دغه کسان د بادغیس، فاریاب او غور ولایتونو اوسیدونکی دی ، چې د وچکالۍ له کبله له خپلو ولایتونو کډه شوی او په هرات کې د کډوالو په کمپونو کې اوسیږی.د دغو بې ځایه شوو کسانو یو شمېر یې د هرات په شیدایی کمپ کې اوسیږی او د هغوی په خپله وینا له سختو اقتصادی ستونزو سره لاس او ګرېوان دی . حمید الله چې د بادغیس ولایت اوسېدونکی دی او له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په شیدایی کمپ کې اوسیږی وایی: (( دلته تر ترپالونو لاندې ژوند کوو، زموږ کوچنیان ناروغه دی، هېڅ کومه موسسه نه ده راغلې چې مرسته وکړی، غریبانان یوو، در په دره خاوری پر سر یوو. له ګرمۍ سوځو، له بې برخلیکیونو کړیږو، چارواکو هم زموږ لپاره څه نه دی کړی.))د د بې ځایه شوو کسانو په ډله کې لعل محمد هم شامل دی. دی هم د بادغیس اوسېدونکی دی. دی وایی: (( د وچکالۍ سخت شرایط د دې سبب شول چې د کار د فرصت د برابریدو لپاره ایران ته ولاړ شم، خو هلته د یو شمېر ستونزو او د تومان د نرخ د ټېټوالی له کبله ما کار ونه شواى کړى او له ایرانه او افغانستان ته د ستنېدو پر مهال له ناوړه وضعیت سره مخامخ دی.))د فراه یو بې ځایه شوی کس صبغت الله، وایی: که چېرې د دوی وضعیت ته رسیدګی و نه شی، دغه مسئله ښایی له ځانه سره ناوړه عواقب ولری.په عین وخت کې د هرات ولایت د کډوالو دچارو اداره وایی، چې تر اوسه یې له ۴۵۰۰ داخلی بې ځایه شویو کورنیو سره نغدی مرسته کړې ده. د هرات ولایت د کډوالو چارو رییس احمد جاوید نادم، په خبره له هرې داخلی بې ځایه شوې کورنۍ سره شپږ زره افغانۍ نغدی مرسته شوې ده.د ښاغلی نادم په خبره په ګاونډی هېواد ایران کې د افغان مهاجرو لپاره کاری شرایط هم سخت شوی دی، ځکه چې په روان میلادی کال کې له دغو کډوالو څخه ۸۰ زره یې په جبری او خپله خوښه له پولې افغانستان ته راشړل شوی دی.له بل لوری د هرات ولایت ویاند جیلانی فرهاد وایی، چې له کورنیو سره شوې مرستې کافی نه بولی. د هغه په خبره وروستی شرایط د دې سبب شوی دی ،چې د هېواد  بې ځایه شوی او له ایرانه راشړل شوی هېوادوال له روانی ناروغیو او اقتصادی ستونزو سره مخامخ شوی چې په خبره یې دا کار په خپله د اندېښنې وړ دی.دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) په یوه رپوټ کې د سلونو زرو افغانانو د خراب حالت چې زیاتره یې د شمالی او سویلی ولایتونو اوسېدونکی دې رپوټ ورکړی وو. دغه کسان د وچکالۍ له کبله سخت زیانمن شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید