روزنامه هیواد

په هرات کې د انگورو حاصل ١۵ سلنه زیات شوى

د هرات د کرنې مسوولین وایی په هرات کې سږ کال د انګورو حاصلات ۱۲۰ زره متریک ټنه دی چې دا د تېر کال په پرتله په سلو کې  ١۵ زیاتوالى ښیی.په عین وخت کې د هرات والی وایی: د لومړی ځل لپاره څه دپاسه ۷۵۰۰ ټنه انگور له دغه ولایته د پاکستان بازارونو ته صادرېږی چې د هرات د باغدارانو په ژوند کې به مثبت بدلون راولی.د هرات ولایت د کرنې  ریاست مقامات وایی: د هرات باغدارانو تېر شمسی کال د انگورو څه دپاسه ۱۰۰ متریک ټنه حاصل پورته کړى و، خو سږکال به د هغوى حاصل له ۱۲۰ زره متریک ټنو واوړی د هرات د کرنې آمر بشیراحمد احمدی وایی په روان کال کې نږدې اته زره هکتاره مځکه د هرات باغدارانو د انگورو د تاکونو کښېنولو ته ځانگړې کړې چې کېداى شی ددغه ولایت د انگورو حاصلات ١۵ سلنه نور هم زیات شی.ښاغلی احمدی زیاته کړه : (( د خوښۍ ځاى دى چې سږکال د باغدارۍ وضعیت ښه دى او موږ په مجموعی توگه ۷۶۸۰ هکتاره د انگورو باغونه لرو او اټکل کېداى شی چې څه دپاسه ۱۲۰ زره متریک ټنه انگور به ترې ترلاسه شی. سږنی انگور بېساری دی ۶٠ سلنه به یې د ممیزو لپاره پروسس شی او ۴٠ سلنه نور به یې په تازه توگه په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې وپلورل شی.))بله خوا د هرات والی محمد آصف رحیمی وایی: پاکستان ته د هرات د انگورو له صادراتو دهقانان ٢٣۶ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کوی چې کېداى شی د هغوى د کورنیو پر اقتصاد ښه تاثیر واچوی او د دغه ولایت کرنه لا پرمختیا وکړی، خو له دې سره سره یو شمېر باغداران او کروندگر له حکومته د زیاتو اسانتیاو د برابرولو غوښتنه کوی. دوى د کرنې له وزارته غواړی چې د ازه مېوو د ساتنې لپاره دوى ته سترې او معیاری سړې خونې جوړې کړی چې د دوى زراعتی محصولات له
ضایع کېدو وژغورل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید