روزنامه هیواد

په نیویارک کې د کورونا ویروس له امله تازه محدودیتونه

د امریکا متحدو ایالتونږ په نیویارک ایالت کې تازه محدودیتونه په داسې حال کې اعلاو شول ،چې په هغه هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې اوج ته رسېدلې دی.د نیویارک ګورنر اندریو کومو اعلام وکړ چې بارونه، رستورانتونه او جېمونه باید د شپې له لسو بجو وروسته بند وی، دغه‌راز تر لسو زیات کسان پر یوه ځای نه‌شی سره راټولېدای.ګورنر له رسنیو سره په تلېفونی تماس کې وویل: (( موږ وینو چې د نورې نړۍ په څېر په نیویارک کې هم د کورونا ویروس یا (کووېډ-۱۹) ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دی.))بل‌خوا د نیویارک ښاروال بېل دی بلاسیو تازه اقدامات، چې د کورونا ویروس د دویمې څپې د مخنیوی لپاره ((وروستی چانس)) بولې.د نومبر له لومړیو په امریکا کې د کورونا ویروس د ورځې شااوخوا یو لک مثبتې پېښې ثبتېږی.په ټوله کې په امریکا کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر لسو میلیونو او درېیو لکو او د مړو شمېر تر دوو لکو او ۴۱ زرو اوښتی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید