روزنامه هیواد

په نیوزیلنډ کې پر جاماتونو د بریدګر وکیل نه‌ دی منل شوی

هغه ۲۸ کلن اسټرالیایى چې په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو په بریدونو پړ دی، د محکمې له‌خوا ورکړل شوى وکیل نه‌ دی منلی او غواړی چې په خپله خپل وکالت وکړی.مدافع وکیل ریچارډ پیټرز چې د محکمې په ابتدایی غونډه کې یې د بریدګر برینټون ټارنټ استازیتوب کاوه، ویلی:(( دا سړى داسې ښیی چې مدافع وکیل نه غواړی.)) 

 نوموړى د داسې چا په څېر نه ښکاری چې روانی ستونزه دې ولری. داسې ښکاری، هغه څه چې روان دى، نوموړى پرې پوهېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید