روزنامه هیواد

په نړۍ کې په کورونا ویروس د اخته خلکو شمېر له ۴۰ میلیونو واوښت

په نړۍ کې په کورونا ویروس د اخته خلکو شمېر له څلوېښتو میلیونو واوښت.له دې ډلې نږدې یو میلیون او یو سل او دولس زره کسان مړه شوی دی.یو شمېر اروپایی هېوادونو یو ځل بیا د کویډ۱۹ په مثبتو پېښو کې له جدی زیاتوالی اندېښنه ښودلې.برېټانیا ویلی، چې ۱۷ زره نوې پېښې یې ثبت کړې دی.اخوا سلواکیا چې تر نورو اروپایی هېوادونو په کې کم خلک په کورونا اخته شوی و داسې پلان لری ،چې خپل ټول وګړی د کورونا پر وړاندې معاینه کړی.د سلواکیا صدراعظم ایګور ماتوویچ په دې اړه وویل: (( دا معاینه داسې یوه طریقه ده چې له لارې یې کولای شو د عفونت لارې یا بندې کړو یا یې منحرفې کړو، که دا کار وکړای شو نه یواځې د اروپا بلکې د ټولې نړۍ لپاره به یوه الګو و اوسو.))په چک جمهوریت کې هم چې اوس تر نورو اروپایی هېوادونو په ورځنۍ کچه زیاتې مثبتې پېښې پکې ثبتېږی دوه اوونۍ نور هم لګېدلی محدودیتونه جاری ساتی.

ممکن است شما دوست داشته باشید