روزنامه هیواد

په نړیوالو بازارونو کې افغانی غالۍ ښه نوم او مارکېټ لری، خو په هېواد کې د دغه صنعت یو شمېر کاروباریان له ستونزو سره مخ دی

غالۍ اوبدل په افغانستان کې مهم تولیدی صنعت دی، چې په بېلابېلو وختونو کې یې د دغه هېواد په اقتصادی برخه کې ارزښتمن رول لوبولی دی.سره له دې چې اوس هم په نړیوالو بازارونو کې افغانی غالۍ ښه نوم او مارکېټ لری، خو په کور دننه د دغه صنعت یو شمېر کاروباریان له یو لړ ستونزو سره مخ دی.په تېرو کلونو کې شمال زون د غالیو زیات تولیدات درلودل، خو اوس دغلته د غالیو د تولید او صادراتو زیات شمېر شرکتونه له سقوط سره مخ دی.په شمال کې د غالیو صادروونکو اتحادیې مسوولین وایی ،چې په دغه زون کې د غالیو اوبدلو او صادرولو د شاوخوا ۴۰ شرکتونو له ډلې یواځې ۶ شرکتونه فعال پاتې دی.د دوی په خبره، نا امنی، د بیو لوړوالى او د نړیوال بازار له تقاضا سره د غالیو نا انډولی د غالیو د کاروبار د پیکه کېدو لاملونه دی.د بلخ د سوداګرۍ خونه بیا وایی، چې غالۍ اوبدونکی باید د خپلو تولیداتو پر مهال نړیوالو معیارونو او د بازار تقاضا ته جدی پاملرنه وکړی.له دې سره په بلخ ولایت کې د غالیو یو شمېر کاروباریان له حکومته د بازارموندنې او د خامو موادو په برابرولو کې د مرستې غوښتنه کوی.په شمال کې د غالیو صادروونکو اتحادیې مشر عبدالستار بېکزاده وایی، چې څو کاله وړاندې په دغه زون کې د غالیو د تولید او صادراتو شاوخوا ۴۰ لوی او واړه شرکتونه فعال وو، چې اوسمهال یې شمېر شپږو ته راټیټ شوى.نوموړی وویل،چې د افغانی غالیو د کاروبار د پیکه کېدو تر ټولو لوی لامل ناامنی او د مارکېټ نه شتون دی.ده زیاته کړه، چې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ډېری لویې لارې نا امنه دی ،چې له همدې امله سوداګر د غالیو د لېږد لپاره زړه نه ښه کوی.دى وایی: د یادو ستونزو له امله شمال زون کې د غالیو صنعت له رکود سره مخ دی او په خبره یې چې له ۴۰ فعالو شرکتونو څخه یې یواځې ۶ شرکتونه پاتې دی.بېکزاده زیاتوی، چې په دې برخه کې حکومت هم تر اوسه د غالیو له کاروباریانو سره مرسته نه ده کړې.نوموړی همدا راز وویل، چې د افغانی غالیو د صادراتو او تولید دکمېدو بل لامل دا دی ،چې په نړیوالو بازارونو کې یې تقاضا کمه شوې ده.

ده زیاته کړه: ((موږ څو کاله مخکې هر کال شاوخوا دوه میلیونه متره مربع غالۍ تولیدات درلودل چې له دې څخه به یی سل زره متره مربع په هېواد کې دننه مصرف کېدې او پاتې نورې به یې اروپا او امریکا ته صادرېدې؛ خو له بده مرغه اوس هلته هم د افغانی غالیو تقاضا کمه شوې ده.)) نوموړی وویل ،چې ډېر وخت شمال زون کې تولید شوې غالۍ په قاچاقی ډول پاکستان ته لېږدول کېږی او له هغه ځایه بیا د پاکستان په نوم نړیوالو بازارونو ته وړاندې کېږی.ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې شمال زون کې د غالیو د اوبدونکو او صادروونکو لاسنیوى وکړی او په دې ډول دې د دغه ملی صنعت د رکود مخه ونیسی.پنځوس کلن ابراهیم د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې دری کاله کېږی د غالیو کاوربار یې پرېیښی دى.نوموړی وویل، چې پخوا یې په خپل کور کې د غالیو اوبدلو یوه کارګاه درلوده او اته کسان ورسره په کار بوخت وو، خو هغه زیاته کړه: دری کاله وړاندې یې د یو لړ ستونزو له امله دغه صنعت پرېښود او اوس خیاطی کوی.ابراهېم وویل: ((موږ به په ډېر زحمت سره غالۍ تولیدولې؛ خو چې بازار ته به مو راوړې چا نه اخیستې، که اخیستلې یې هم نو په داسې بیه یې غوښتلې چې حتى خپل لګښت یې نه پوره کاوه.)) نوموړی زیاتوی، چې ډېره هڅه یې وکړه؛ څو په لاس اوبدل شوې غالۍ یې په بازار کې وپلورل شی؛ خو په وینا یې چې ډېرو متقاضیانو له ایرانی او ترکی غالیو سره علاقه درلودله.

ده وویل، چې افغانی غالۍ د کیفیت له پلوه څو چنده لوړې دی؛ خو خلک ځکه بهرنۍ قالینې پېری چې په خبره یې قیمتونه یې ډېر ارزانه دی. نوموړی وایی: اوس د خیاطۍ او ګلدوزۍ کاروبار لری او له خپل دغه کار څخه تر ډېره راضی هم دی. مېرمن محبوبه زمانی په مزارشریف ښار کې د غالۍ اوبدلو شرکت لری ، چې شاوخوا ۱۵۰ کار کوونکی په کې مصروف دی.هغې وویل، چې هڅه یې دا ده څو له نویو نړیوالو معیارونو سره برابر تولیدات ولری.دغه مېرمن زیاتوی چې لومړى د غالیو دصادروونکو څخه فرمایشونه اخلی او وروسته بیا د هغوی له غوښتنې سره سم د غالیو تولیدات کوی.نوموړې زیاته کړه، چې د غالیو د تولیداتو لپاره خام مواد په ستونزمنه توګه پیدا کېږی چې د دوی کاروبار په ځینو وختونو کې له خنډ سره مخ کوی.دې له حکومته غوښتنه وکړه چې د خامو موادو د برابرېدوپه برخه کې د غالیو د مؤلدینو لاسنیوی وکړی.په ورته مهال بیا مزارشریف ښار کې د غالیو یو شمېر پلورونکی د افغانی غالیو د قېمتونو لوړوالى په دې برخه کې یوه جدی ستونزه ګڼی.حاجی حسین د مزارشریف ښار د غالۍ پلورنځیو راسته کې د غالیو د پلور دوکان لری.نوموړی وویل ،چې ټول بازار، ترکی، ایرانی او تاشکندی غالیو نیولی دی.ده زیاته کړه، چې خلک ځکه په بهرنیو هېوادونو کې تولید شوې غالۍ ډېرې اخلی چې قیمتونه یې د افغانی غالیو په پرتله دوه برابره ارزانه دی.نوموړی وویل: ((د افغانی غالیو بازار ډېر پیکه شوی، دوه یا درې کاله مخکې به مو که ورځ کې پنځوس یا سل متره افغانی قالینه پلورله اوس په ټوله په ورځ کې لس مټره هم نشو پلورلی.))د ده په وینا د نا امنیو له امله هم یو شمېر سوداګر زړه نه ښه کوی چې په دې برخه کې پانګونه وکړی.له دې سره د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی چې د غالیو تولید کوونکی باید خپل تولیدات د بازار له غوښتنې سره برابر چمتو کړی.د سوداګرۍ خونې اجرائیه مدیر نصیراحمد قاسمی پژواک ته ویلی، چې په داخلی او نړیوالو بازارونو کې د افغانی غالیو د بازار دپیکه کېدو لوی لامل د مشتری له تقاضا سره د برابر تولید نشتوالی دی.ده زیاته کړه: ((د اروپا او امریکا په بازارونو کې  اوس خلک متفاوت شیان غواړی؛ خو متاسفانه زموږ د غالیو د تولیداتو بڼه اوس هم هماغه پخوانۍ ده؛ نو ځکه یې بازار خراب شوی دی.))

د نوموړی په وینا، د غالیو اوبدلو او تولید شرکتونه باید د رنګ او ډیزاین په انتخاب کې ډېر دقیق و اوسی او په وینا یې په دې برخه کې د نوښت جدی ضرورت لیدل کېږی.قاسمی وویل، چې د بلخ دسوداګرۍ خونه هڅه کوی، څو د غالیو تولید وونکو شرکتونو او اشخاصو ته د نړیوال بازار د تقاضا په اړه عامه پوهاوى ورکړی.ده هم تائید کړه چې شمال زون کې د غالیو د تولید زیات شمېر شرکتونه ،ځکه له سقوط سره مخ شوی چې تولیدات یې نه دی خرڅ شوی او همدا راز یې خپل مصارف نه دی پوره کړی په بلخ کې د غالیو تولیدوونکی او صادروونکی له حکومته همدا راز غواړی چې له بهره پر واردو شویو غالیو دې مالیه لوړه کړی څو افغانی غالۍ ورسره د سیالۍ جوګه شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید